د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: په لسګونه زدکونکي بې هوشه شوي دي




نقیب الله متونوال - مشال راډيو

خوست:- د افغانستان د خوست ولايت په يو ښوونځي کې په لسګونه زده کوونکي له مشکوکه زهرجنو توکیو بې هوشه شوي دي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست د ولایتي روغتون مشر ډاکټرامین الله وايي، چې دوی ته په سلګونه زده کوونکي وروړل شوي چې مسموم شوي دي.

نوموړي د زده کوونکو پوره شمېر په ګوته نه کړ، خو زياته يې کړه، چې په بې هوشه شویو کې د ځینو روغتیایي حالت نازک دی.

بل پلو د خوست د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مطیع الله فضلي د زده کوونکو شمېر دوه پينځوس یاد کړ او ويي ویل، چې دغه زده کوونکي نن له غرمې مخکې مسموم شوي او د خوست ولایتي روغتون ته یې لیږدولي دي.

نوموړي وویل چې د مسموم کیدو لامل یې تراوسه معلوم نه دی، خو په وينا يي، چې دغه ودانۍ نوي جوړه او رنګ شوي وه، کېدای شي له دې څخه مسموم شوي وي.

ده زیاته کړه چې د څېړنو لپاره یې سیمې ته پلاوی لیږلی او له هغې وروسته به یې علت په ډاګه شي.


یادګېرنه: مسموم د عربي ټکی دی چې فعل یې سوم دی او ددې مانا زهر دی. مسموم هغه څوک چې زهرلړلی شي.
XS
SM
MD
LG