د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهاري ځوانانو افغان سربازان وستایل





سید شاه سقیم – مشال راډيو

کندهار:- د افغانستان په کندهار کې ځوانانو په دغه ولايت کې د امنيتي چارواکيو د هڅو د ستايلو په موخه غونډه کړې ده . کندهاري ځوانانو د هغو پوليسو او ملي اردو له کورنيو سره هم مرستې کړې دي چې د کندهار د امنيت د نيولو پر مهال وژل شوي دي.

کندهاري ځوانان وايي له هغو امنيتي چارواکيو څخه مننه کوو چې د کندهاريآنو د ساتنې په موخه يې شپه او ورځ پر ځان يوه کړې ده او د خپل ولس ساتنه کوي.

ځوانانو په همدې موخه په کندهار کې يوه غونډه هم کړې وه چې پکې ګڼ شمېر امنيتي چارواکيو او د کندهار او ننګرهار واليانو هم برخه اخيستې وه.

ځوانانو او دولتي چارواکيو د هغو کسانو له کورنيو سره نغدي مرستې هم وکړې چې د کندهار د امنيت ساتلو په موخه يې ژوند له لاسه ورکړی وو.

د کندهاريو ځوانانو استازی رحمت الله جاهد وايي چې بايد هغه ځوانان هېر نه کړو چې زموږ د ساتنې په موخه يې شپه او ورځ هڅې کړې دي.

دی وايي موږ بايد نړيوالو ته وښيو چې ملي احساس لرو او خپل ساتونکي راباندې ګران دي.
(( له يو مامور څخه رانيولې تر هغو سرتېرو او مشرانو پورې چې شپه او ورځ يې زما او ستا د ذلت د مخنيوي د پاره هڅې کړې موږ يې ستاينې او تشويق ته ملا تړو تر څو ټولو افغانانو او نړيوالو ته وښيو چې کندهاري ځوانان هم د ښو او بدو فرق کولای شي ))

د ننګرهار والي او د ولسمشر سلا کار ستر جنرال ګل اغا شېرزی بيآ وايي چې افغانان بايد خپل دوست او دښمن وپېژني.

دی وايي د پرمختګ او وطن جوړونې د پاره په کار ده چې لاسونه سره ورکړو.

(( کوم احساس چې نن دغو ځوانانو کړی دی د ستاينې وړ دي. زموږ مشران، عالمان، او زموږ سياستوال بايد همدغسې غونډې وکړو. خپل ساتونکي ونازوو او د کندهار د خلکو، خاورې ، درختو او دېوالونو په خاطر سره يو شو او خپل داخلي کشمکش پرېږدو ))

په کندهار کې د ملي پوليسو د څلور سوه څلور ميوند زون قوندان محمد سالم احساس وايي چې د ځوانانو له خوا د دوی د هڅو له ستايلو سره يې زړه ډاډه شوی دی او په دې پوهېدلی چې يو څوک لري چې د دوی د تويو شويو خولو قدر کوي .

دی وايي که ځوانان خپل ساتونکي تشويق کړي او ستاينه يې وکړي نو ساتونکي به يې تر دې هم ښه ساتنه وکړي.

(( زموږ ځوانان زموږ د ټولنې ملي سرمايه ده. د دوی دغه ابتکار چې دوی د وطن دوستۍ د پاک احساس په اساس چې دوی د خپلو وروڼو او خپلو خدمتګارانو، ملي پوليسو ، ملي اردو، ملي امنيت، سرحدي ځواک او عامه نظم د قواوو درناوی کوي دا د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د لوی کندهار د پاره د افتخار وړ دی ))

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې ځوانان د خپلو ساتونکيو د تشويق او ستاينې په موخه غونډه کوي.
XS
SM
MD
LG