د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ساري ناروغۍ کمې شوې دي





سيدشاه سقيم مشال راډيو

کندهار:- د افغانستان د کندهار د عامې روغتيا د رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز او ليرې پرتو سيمو کې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د ساري ناروغيو کچه ټيټه شوې ده. ډاکټران وايي د ساري ناروغيو د کمولاي سبب د نرسانو د زياتوالی له امله دی.

دوی زیاتوي چې په کندهار کې د ډاکټرانو د هڅو او د نرسانو په زياتوالي سره دا مهال د دغه ولايت په ښار او ليري پرتو سيمو کې د ساري ناروغيو او د اولاد زېږېدو پر مهال د مېندو د مړه کېدو کچه تر نور کله ډېره ټيټه شوې ده.

د عامي روغتيا رييس عبدالقيوم پخلا د کندهار د نرسانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د نرسانو له زياتوالي سره دا مهال د کندهار په لېرې پرتو سيمو کې هم د مور او ماشوم د مړينې کچه کمه شوې او روغتيايي اسانتياوو ته د خلکو لاس رسی زيات شوی دی.

دی وايي څو کاله وړاندې به په افغانستان کې په هرو يو لک مېندو کې شپاړس سوه تنې مېندو د اولاد د زېږېدو پر مهال ژوند له لاسه ورکاوو خو دغه شمېره ډېره ټيټه ده .

(( لس کاله مخکې چې په افغانستان کې سروې شوې وه په هرو يو لک ژونديو ولادتونو کې شپاړس سوه مېندې مړې کېدې خو اوس دغه شمېره درې سو ه اوويشت ته را کښته شوې ده. تر پېنځو کالو د کښته کوچنيانو د مړينې کچه چې دوه سوه اوو پېنځوس وه اوس اوو نوي ته را کښته شوې ده، د نويو زېږېدليو او تر يو کال د کم عمر کوچنيانو د مرګ کچه يو سل او يو شپېته اوس اوو اويا شوې ده دا ټول ستاسي نرسانو د هڅو نتېجه ده ))

په کندهار کې د ميرويس روغتون سر‌طبيب داوود فرهاد بيا وايي چې د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې به د ساري ناروغيو او مېندو د مړه کېدو کچه هغه وخته نوره هم ټيټه شي چې دوی هغومره نرسان او ډاکټران پيدا کړي څومره چې ورته اړتيا ده.
دی وايي دامهال په ميرويس روغتون کې دنرسانو څلوېښت بستونه خالي دي او دوولس تنو نورو بيا دزياتي او سختي دندي له امله استعفاوي ورکړي دي.

(( د کندهار له صحي انسټيتوټ څخه اوس تر دېرشو زيات کسان فارغه کېږې خو موږ اوس هم تر څلوېښت زياتو نرسانو ته اړتيا لرو. که مو نرسان او ډاکټران ډېر شي کارونه به مو ډېر ښه شي ))

په تېرو څو کالو کې کندهار د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه وو چې د ساري ناروغيو، ګوزڼ او د اولاد د زېږېدو پر مهال پکې د مېندو د مړه کېد کچه لوړه وه.
XS
SM
MD
LG