د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر : نښتې روانې دي خلک کډې باروي


د باړې شلوبر سیمه خالی کړل شوې او پوځي عملیات پکې شورو شوي دي. ددغه سیمې خلک د جلوز کیمپ او نورو سیمو ته کډه شوي دي.
د باړې شلوبر سیمه خالی کړل شوې او پوځي عملیات پکې شورو شوي دي. ددغه سیمې خلک د جلوز کیمپ او نورو سیمو ته کډه شوي دي.
فرهاد شینواری - مشال راډيو

خیبر:- د خیبر ایجنسۍ انتظامي او پوځي چارواکي وايي تیره شپه د باړې تحصیل په شلوبر قمبر آباد سیمه کې د وسلوالو له خوا په یو چیک پوسټ حمله شوې چې پکې د ایف سی دوه ځوانان ژوبل شوي او په ځوابی کاروايي کې اته وسلوال وژل شوي دي. خو وسلوالو لا تر دې دمه په دې اړه کوم تصدیق نه دې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې یوه هفته وړاندې د باړې شلوبر سیمه خالی کړل شوې او پوځي عملیات پکې شورو شوي دي. ددغه سیمې خلک د جلوز کیمپ او نورو سیمو ته کډه شوي دي.

له دې مخکې هم د باړې په سپاه،اکاخیل،ملک دین خیل،کوهي چوک،یوسف تالاب او داسې نورو ځایونو کې امنیتي سرتیرود وسلوالو پر ضد عملیات ترسره کړي دي.

د باړې سیمې د خلکو په وینا په باړه هلته د امنیتی ځواکونو او وسلوالو ترمینځ د نښتو په مهال ولسي وګړو ته په بیا بیا درنه مرګ ژوبله اوړي.

د باړې سیمې یو اوسیدونکۍ تراب علی آپریدي مشال راډيو ته وویل چې(( دې نا امنۍ او پوځی عملیاتو دوی د یو شمیر ستونځو سره مخ کړی دی،او په کورونویې د توپ ګولو د راپریوتو له امله ګڼ شمیر خلک وژل شوی او ژوبل شوی دی))

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره (یو این ایچ سی آر) وايي چې(( په دې وروستیو کې د باړې سیمې د بې کوره شویو خلکو شمیره له دوه لکه او اتو زرو نه هم پورته شوې ده،او په جلوزو کډوالو کیمپ کښې یې رجسټرډ کړي دي. خو زیاتره خلک یې په جلوزو کډوالو کیمپ کې اوسیدل نه خو ښوي،او رجسټریشن او راشن تر لاسه کولو نه پس په پیښور او داسې نورو سیمو کې د کرایه په کورونو کښې او یاهم د خپل خپلوانو کره ژوند کوی.

د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کښې د تیرو دریو کالونو راهیسې د وسلوالو پر ضد پوځی عملیات روان دی او لا هم پکې بازارونه، روغتونونه او سکولونه تړلی پراته دی.

د ویلو وړ ده چې په باړه سیمه کښې د لشکر اسلام وسلواله ډله زیاته فعاله ده چې مشری یې منګل باغ کوی.
XS
SM
MD
LG