د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان، افغانستان او نېټو غونډه وشوه




احمد الله - مشال راډيو

اسلام آباد:- د پنجاب صوبې پنډۍ په پوځي مرکز کې د پاکستان، افغانستان او نېټو ترمنځ درې اړخیزه غونډه شوې ده.

دپاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې آی ایس پي آر خپله یوه خبر پاڼه کې وېلي دي چې په غونډه کې د پاکستان لخوا د پوځ مشرجنرل اشفاق پروېز کیاني، دافغانستان لخوا د پوځ مشر جنرل شېرمحمد کریمي او داتحادي ځواکونو لخوا جنرل جون ایلن ګډون وکړو. په دې غونډه په پاک افغان پوله ( ډیورنډ لاین) د امنیت په اړه خبرې اترې وشوې او په سیمه کې د امنیت ټینګولو او خپل منځي رابطو ښه کولو په باب څرګندونې شوې دي.

د پاکستاني پوځ یو چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط مشال رېډیو ته ويلي په غونډه کې د نېټو د رسد لپاره پاکستاني لارې د خلاصولو په اړه هم خبرې شوي.

خبریال او د سیمې پر چارو نظر لرونکی رحیم الله یوسفزی وايي چې د سله له د پېښې وروسته د دغه ډول درې اړخیزه غونډو اهمییت نور هم سېوا شوی دی. او دوی هڅه کوي چې د سله لا غوندې پېښې بیا ونه شي.

دی زیاتوي، “پر پوله چې کومې پېښې شوې دي او اکثره ویل کېږي چې د غلط فهمۍ له وجې شوې دی او د دوی خپل منځي رابطې نه وی اوس دوی غواړي چې خپلې رابطې مضبوطې کړي. بله مهمه خبره دا ده چې دغسې غونډې غټې فیصلې نه شي کولای. غټې فیصلې حکومتونه او د هغې مشران کوي ”

دپاکستان، افغانستان او نېټو ترمنځ د همکارۍ په لړ کې دا ۳۵ درې اړخیزه غونډه د پروسږ کال په نومبر کې دمومند ایجنسۍ د سله لا پیښې وروسته په اول وار کیږي.
XS
SM
MD
LG