د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نېټو رسد نه خلاصول د پاکستان خپل زیان دی. کر


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني


ریاض موسا خیل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر ویلي که یې په افغانستان کې مېشت نېټو ځواکونو ته د رسد لاره خلاصه نه کړه نو نه یوازې دامریکا بلکې د ۴۸ نورو ملګرو هېوادونو خپګان به هم په سر واخلي چې په نتیجه کې به یې زیان وویني.

هغې دا څرګندونې د وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني په مشرۍ برتانیا ته د خپلې شپږ ورځنۍ دورې وروسته خپل هیواد ته د ستنېدو پر مهال په الوتکه (جهاز) کې له خبریالانو سره کولې. حنا رباني کر دا هم ویلي چې دوی د سله لا د پېښې وروسته خپل احتجاج په هره کچه په بشپړه توګه ترسره کړی او اوس وخت راغلی چې د نېټو د رسد لاره خلاصه کړل شي.

په پاکستان کې زیاتره مذهبي ګوندونه نېټو ته د رسد لاره د خلاصولو مخالفت کوي.خو د دفاعي چارو کارپوه حسن عسکري وايي پاکستان بې ځایه دې خبرې ته زور ورکړی دی او په کار ده چې دا مسله ډېره مخکې حل شوې واي.

((دا سمه ده چې د سله لا د پېښې وروسته پاکستان نړۍ ته خپل خپګان وښود. خو دا مسله یې باید په هم هغو شپو کې ختمه کړې واي. زما په اند پاکستان فکر کولو چې څومره څومره دا مسله ځنډېږي هغومره به د وی عزت سېوا کېږي خو داسې نه وه بلکې دا په خپله د پاکستان په زیان تمامه شوه.او اوس پاکستان په پوهېدلی دی چې د اېسارولو فیصله یې غلطه وه.))

په پېښور پوهنتون کې د جهاني اړیکو لوست څانګې پروفېسر اعجازخټک وايي، امریکا له تېرو څو میاشتو راهیسې کوښښ وکړو چې خبره د مذاکراتو له لارې هواره کړي خو چې پاکستان ونه منله نو کېدای شي چې دوی اوس له زوره کار واخلي.دی زیاتوي دا بحث نه دی چې امریکا ښه ده او که خرابه ده بلکې دا کتل غواړي چې د امریکا د مرستو پرته پاکستان خپل ځان ساتلای شي که څنګه. دی زیاتوي،

((دا فيصله په پارليمان کې د ناستو ګوندونو ذمه واري ده چې څه کول دي ، او د لارو پرانستو په عکس العمل کې جلسې جلسونه راوتل څه نوې خبره نه ده خو په حقيقت کې هم دا د پاکستان په ګټه ده چې لار خلاصه کړل شي))

پروسږ کال د نومبر په ۲۶ مه په مومندو کې پر سله لا چوکۍ د ۲۴ پاکستانیو عسکرو د وژل کېدو وروسته له امریکا سره ددغه ملک تعلقات ډېره سخت خراب شول. او په غبرګون کې پاکستان له امریکا غوښتنه وکړه چې په بلوچستان صوبه کې د دوی د شمسي هوايي اډه وتړه او د ناټو د رسد لاره یې وتړله.
XS
SM
MD
LG