د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوال د سولې په عمل کې ورګډیږي


نقیب الله متونوال، مشال راډیو
خوست - د خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي، چې كه ډلې ډلې وسله وال په ډاګه نه دي راغلي خو مهمه يې دا ده، چې هغوي په خپل كوركې له مخالفت لاس اخيستى اوامنيت ښه شوى دې.

نوموړي دا څرګندونې د شنبې يا خالي په ورځ په هغه غونډې كې وکړې، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د سټراټېژيک تړون، د سولې بهيرد پياوړتيا او افغان ځواکونو ته د واك د انتقال پروسې څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.

خوست والي عبدالجبار نعیمي وايي، چې په خوست کې امنیت د پخوا پرتله څوځله ښه شوی او د حکومتوالی په برخه کې هم زیات کارشوی دې.

نوموړي د شنبې په ورځ په هغه غونډه کې، چې د انتقال د پروسې لپاره چمتوالی، د سولې بهیر پیاوړتیا او له سټراټيژیک تړون د ملاتړ په موخه د خوست مشرانو، دیني عالمانو، د مدني ټولنې بنسټونو استازو، دولتي چارواکو او د امریکا متحده ایالاتو د سفارت استازو په ګډون جوړه شوي وه، خبرې کولې وویل دوی د انتقال د پروسې، چې داځل به خوست هم پکې شامل وي چمتوالی لري او د سولې بهیر پروسه هم په ښه شان روانه ده.

والي عبدالجبارنعیمي زیاته کړه، چې ډیری داسې کسان د سولې له بهیر سره یوځای شوي، چې دوی نه غواړي په ټلویژن کې څرګند شي خو وسلې یې پرځمکه ایښي دي او خپل سوله يز ژوند يې پيل کړى.

والي عبدالجبار نعيمي وويل ((د هيواد په بېلابېلو سيمو كې ډلې ډلې وسله وال له دولت سره يوځاى كيږي خو دلته كه څه هم د ټیلویژن پر وړاندي ځان نه ښکاره کوي ولې بيا په خپل كور كې خپله وسله ږدي او له جګړې لاس اخلي ځكه خو امنيت هم مخ په ښه كيدو دى))

د غونډې یو بل ویناوال دیني عالم مفتي حبیب الرحمن وویل، چې اوس په افغانستان کې د نظام اساسات جوړ شوي او د پیاوړتیا لپاره یې کار د افغانانو دنده ده اود دې لپاره د ذهنونو جوړول په کاردي.

او زیاتوي ((په تيرو لسو کلونو کې د افغانستان پولي واحد ثابت شو، د ملي پوځ او پو ليسو اساس کيښودل شو، ديموکراسي څه نا څه معرفي شوه يعنې د ولسمشرى او ملي شورا لپاره که څه هم مشکلات يې لرل خو ټاکنې وشوې.ولې اوس د دې د ساتنې لپاره د افغانانو د ذهنونو د جوړولو وخت دى، چې دوى د ټوپک او ويشتلو پر ځاى علم او تخنيک ته مخه کړي))

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتوسفارت استازي اډورډ سټک وویل، چې دی په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د افغان ځواکونو ترڅنګ حمایوي رول تر سره کوي.
د سفارت استازي زیاته کړه، چې ګاونډي هېوادونه هم باید په افغانستان کې د امن اوثبات راتلو سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل )) لکه چې زمونږ وزیرې ویلي دي، په دې سیمه کې هرهېواد او هر ګاونډی باید له افغانستان سره په امن کې ژوند وکړي؛ خو که په افغانستان کې امن او ثبات نه وي دوی یې هم بایلي. پاکستان، افغانستان او متحده ایالات له یوګډ دښمن سره مخ دي، القاعده اونور بنسټ پالي، چې زمونږ خلک ګواښي نو مونږ باید د سیمه ییزې همکارۍ لپاره ډېر کار وکړو. مونږ به د پاکستان حکومت سره خپل کارته دوام ورکړو، چې په سیمه کې سوله ثبات او نېکمرغي راشي. مونږ د ګاونډیو حکومتونو ته سترګې په لاریو، چې د دوی خاوره د افغانستان پر ضد استعمال نشي))

د دې غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم صادر شو، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ له ستراتيژیک سند اود سولې له روان بهیرڅخه په کې ملاتړ وښودل شو.
XS
SM
MD
LG