د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان د سولې د عالي شورا غړی وژل شوی


کابل/ پراګ- د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی ارسلا رحماني د اتوار په سهار د ناڅرګنده وسله والو لخوا پر ډزو وژل شوی دې. رحماني د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژنې وروستو په تیر یو کال کې د دې شورا دویم مهم غړی وو چې په کابل کې ووژل شو.

د پيښې لږه شېبه وروستو د کابل د پوليسو مرستيال مشر داؤد امين مشال راډیو ته وییلي ، هغه د کور مخې ته پر ډزو وژل شوی او زیاتوی (( دی د خپل کور مخې ته وژل شوی، دوی هم د پیښې ځای ته روان دي او د پلټنو وروستو به څه وایې))

اخوا پوليس چارواکي بیا وايې دا پيښه هغه وخت وشوه کله چې ارسلا رحماني د کابل په ديحبوري سيمه کې په خپل ګاړي کې دفتر ته روان وو.

په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو یو ویاند ذبيح الله مجاهد وایې، ارسلا رحماني دوی نه دی وژلۍ. خو له دې څخه وړاندې طالبانو داسې اشاره ورکړې وه چې هغوي به د سولې د عالي شورا غړي په نښه کوي. رحماني يو له هغو اويا با اثره افغانانو او پخواني طالب مشرانو نه دې چې ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره د پخلاينې د خبرو لپاره ټاکلې وو.

تېر کال د ستمبر په مياشت کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني هم په یو ځان مرګي برید کې وژل شوی و.
XS
SM
MD
LG