د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د مې ۱۳مه)



ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

ډان

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستان او امریکې په اړیکو يوه اداریه خپره کړې ده. اداریه لیکي چې د کابینې دفاعي کمیټي راروانه اوونۍ بائد په خپله غونډه کې ددې پوښتنې ځواب پیدا کړي چې د پاکستان او امریکه اړیکې به داسې خرابې وي؟

ورځپاڼه لیکي کانګرس لا په پاکستان تازه بندیزونه نه دي لګولې ولې د امداد د دوو بلونو او د کانګرس ددوو غړو د قرارداد د ژبې نه اندازه لږي چې د پاکستان په اړه د ډیموکریټ او ریپلکن پارټو غړي یو شان نظر لري.

اداریه د تره ګرۍ پر ضد په جګړه کې د پاکستان د ځاني او مالي تاوان خبره کوي او لیکي چې که چېرې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې پر ښه لور لاړې نه شي نو په پاکستان کې به د امریکه ضد جذبې نورې قوي شي چې ګټه به يي سخت دریزه عناصرو ته اورسیږي.

اینډیپنډنټ

اینډیپینډنټ ورځپاڼې په خپل یو راپور کې لیکلي دي چې درې کاله وړاندې یو امریکايي پوځي په مشرقي افغانستان کې د پوځې اډې نه بهر اووتو چې وروستو بیا د طالبانو له خوا اوتختول شو. طالبانو د هغه یوه ویډیو هم خپره کړه چې ورپکې درې ویشت کلن پوځي بووي برګداهي د خپلې کورنۍ سره د لیدو د خواهش څرګندونه اوکړه.

ورځپاڼه تختول شوي پوځي ته د جنګ قیدي وايي او د هغه د کورنۍ د غړو د خوالیکي چې د خوشي کؤلو لپاره يي د حکومت له خوا کوټلي ګامونه نه پورته کیږي.

طالبانو ادعا کړې ده چې درې ویشت کلن پوځي مسلمان شوې دی او هغوي ته د بمونو جوړولو ټیکنیک ښايي ولې ددفاع د چارو د وزارت دغه ادعاوي ردکړې ده.

ورځپاڼه لیکي د بووي برګداهي قسمت د ناټو د ستراتیجۍ پوري تړلې دی چې له مخه به يي په کال ۲۰۱۴ م کې د افغانستان نه د ځواکونو راویستو نه وړاندې طالبان د خبرو میز ته راوستل کیږي. خو د خبرو اترو دغه عمل د مارچ په میاشت کې ناکامه شو کله چې طالبانو اوویل چې د هغوي غوشتنې نه منل کیږي. او دغه شان د تختول شوي پوځي د خوشي کیدو امید هم ختم شو.

د دفاع د چارو د وزارت ویاند ورځپاڼې ته ویلي د امریکايي پوځي خوشي کول د هغوي لپاره د ټولو مهم کار دی او د پوځي پلار بوب برګداهي رویټرز خبري اژانس ته ویلي د خپل ځوي تختونکو ته د رسیدو لپاره هغه اوس پښتو ژبه ازده کوي او غواړي چې د یو پلار په حیث خپله ذمه واري پوره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG