د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې ((توره ورځ)) لمانځل کېږي



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ -
د مې ۱۲ نېټه کراچۍ کې د تورې ورځې په توګه نمانځل کیږي . د عوامي نیشنل ګوند چارواکي دوي د ۱۲ مې په د قربانیانو په یاد کې دا ورځ په داسې وخت نمانځي چې د پېښې څخه ۵ کاله تېر شوي دي خو بیا هم پېښه کې ککړ عناصر نه دي نیول شوي .

د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې جنرل سیکرټري بشیر جان څوک چې په یاد پېښه پخپله هم زخمي شوي وایي ، ستره محکمه دې د ۱۲ مې د پېښې سوموټو ایکشن واخلي .

((په فیصل اباد یا پنجاب که که څوک غل هم په وهلو ټکولو مړ کړي نو چیف جسټس سوموټو ایکشن اخلي ، خو په دغه ورځ د ۵۰ نه زیات ځوانان صرف په دې ګنا ووژل شو چې هغوي د چیف جسټس هرکلي ته روان ول.))

بشیر جان غوښتنه وکړه چې د سترې محکمې مشر قاضي دې د ۱۲ مې په پېښه کې ککړ عناصر محکمې ته کش کړي .

د هغه په وینا، د چیف جسټس بیا پر حالولو کې د ۱۲ مې د قربانیانو لوي کردار دی او نن چیف جسټس هم پوره واک لري چې وزیراعظم څو څو ځل محکمه کې ودرولې شي نو ولې نه بیا د ۱۲ مې د پېښې په اړه پلټنې نه کوي .

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د تېرو پينځه کالنو راهیسې د مې ۱۲ نېټه په مسلسله توګه د تورې ورځې په توګه لمانځي .

د یاد شوي ګوند مرکزي جنرل سیکرټري اکرم شاه مشال راډیو ته ویلي دي چې د تېر په څېر نن هم هغوی د کراچۍ او کوټې په ګډون په یو شمیر نورو ښارونو کې دا ورځ د تورې هغې په توګه لمانځي او په دې توګه د مې د ۱۲ قربانیانو یادونه کوي .

((موږ دا ورځ د ۱۲ مې قربانیانو ته د خراج عقیدت او د هغوي د قربانیو د یادولو دپاره نمانځو . مونږ د ۱۲ مې هغه قاتلان چې تراوسه په سزا نه دي محکوم شوي ،هغوي ته د سزا ورکولو دپاره نن مونږ د کراچۍ په میټرویل کې لویه جلسه کوو . ددې ترڅنګ اسلام اباد،کوټه،لاهور،پېښور او سوات هم دغه ډول دستورې کوو.))

د وکیلانو اتحادیې سېند بار کونسل او کراچۍ بار کونسل هم د شنبې پر ورځ د ۱۲ مې په یاد کې احتجاجي مظاهرې وکړې او د کراچۍ په عدالتونو کې یې له عدالتي کارویانو څخه پریکون کړې دی .

جماعت اسلامي ګوند هم د ۱۲ مې د قربانیانو په یاد کې د کراچۍ په مقامي هوټل کې ددستورې تابیا کړې ده .

د یادونۍ وړ ده چې د ۲۰۰۷ کال د مې په ۱۲ نېټه د کراچۍ ملیر کالا بورډ په سېمه کې هغه وخت خونړۍ پېښه رامخې ته شوې وه کله چې یاده سېمه کې کمین نیولو وسله والو هغه وخت د ليري کړې شوي قاضي افتخارمحمد چودري د هرکلي په کاروان ډزې کړې وې .
XS
SM
MD
LG