د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د مومندو قبایلي مشر وژل شوی



غلنۍ/ پېښور - د پاکستان د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د مومندو یو قبایلي مشر ملک دلاور خان وسله والو ویشتلی او وژلی دی.

پوليس وايي، ملک دلاور خان مومند د جمعې پر ماښام په هشنغرۍ کې تر لمانځه وروسته کور ته روان وو چې پر موټر سايکل سپرو وسله والو ورباندی بريد وکړ.

وسله والو طالبانو د هغه د وژنې پړه په غاړه اخیستي ده.

ملک دلاور خان مومند د عيسا خېل قبیلي یو مشر وو او تعلق يې له جړوبي درې سره وو.

ملک دلاور خان د باچا خان په مشرۍ کې د خدايي خدمتګار تحريک يو مبارز هم پاتې شوی وو.

نوموړی يو کال وړاندې هم نامالومه کسانو تښتولی وو چې بيا يې يو مياشت وروسته، خوشې کړی وو.

له څه مودې راهیسې په مومندو کې د قامي مشرانو د وژنو لړۍ روانه ده او د زياتره پيښو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG