د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریال وژنه، په کراچۍ او نورو سیمو کې مظاهرې



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ -
د پاکستان د سېند صوبې په شهداد کوټ ښارګوټي کې د وسله والو کسانو په ډزو د یو ځایي خبریال په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د خبریالانو سیمه ییزو او نړیوالو اتحادیو د اورنګزېب تانیو په نامه د وژل شوي دغه خبریال وژنه غندلې او په ضد یې مظاهرې کړي دي.

پولیس وایي، پېښه هغه وخت مخې ته راغله کله چې په لسګونو وسله والو د اورنګزیب تونیو په دفتر ډزې وکړې.

د ډزو په نتیجه کې اورنګزیب تونیو ، د هغه ورور رستم تونیو او د هغه سره ناست د هغه یو ملګری دلدار علي په موقع وژل شو.

پولیس زیاتوي، اورنګزېب تونیو د سېندي ژبې له یوه ټي وي چینل کې ټي این سره د خبریال په توګه کار کاوه او نوموړی د سند صوبې په شهداد کوټ ښار ګوټي کې اوسېده.


د شهداد کوټ د پولیسو مشر اظفرمسیر رسنیو ته ویلي دي چې د جمعې په ورځ د رامنځته شوې دغې پېښې روستو سېمه کې ددوه قبیلو د وسله والو ترمنځ تر ډېره وخته پر یو بل د ډزو سلسله روانه وه ـ

د هغه په خبره ددواړو قبیلو ترمنځ کړکیچ د وژل شوي خبریال د یوې جینۍ سره په خپله خوښه د واده کولو په سر شورو شوی و.

((د دواړو قبیلو ترمنځ سخت کړکیچ و،بیا د سېمې مشرانو ددوي ترمنځ جوړه وکړه ،جینۍ خوشبو مغیره نومیده او هغه د جرګې روستو ،بېرته خپل مور او پلار ته ورکړل شوه ، دې وخت کې د جینۍ د قبېلې ځېنې کسانو په اورنګزیب د هغه په دفتر کې حمله وکړه چې په ترڅ کې یې هلته ته ناست درې واړه کسان ووژل شو.))

نوموړي زیاته کړه، په حمله کې د ککړتیا په شک یې د مغیري قبېلې لږ تر لږه ۳۰ کسان د وسلې په لاس نیولې دي.

د خبریال اورنګزیب تونیو په وژنه د کراچۍ او حیدراباد په ګډون د سند صوبې په یو شمیر ښارونو کې د خبریالانو اتحادیو احتجاجي مظاهرې کړي دي.

د کراچۍ د خبریالانو اتحادیې کراچۍ یونین اف جرنلټس د جمعې په ماښام د کراچۍ پریس کلب مخې ته مظاهر وکړه او د شهداد کوټ د پېښې په ضد یې نعرې ووهلې.

مظاهرینو په لاسونو کې بېنرونه نیولي و چې پرې لیکل شوي و چې اخر تو کومې به د خبریالانو جنازې اوچتوو ، خبریالان دې خوندي کړې شي.


مظاهرینو ته په وینا کې د خبریالانو د اتحادیې مشر عامر لطیف وویل:

((هره هفته موږ دلته راټولیږو ـ او هر وخت د کوم خبریال په مړینه یا په هغې د ترسره شوې حملې په ضد مظاهرې کوو، خو داسې ښکاري لکه دلته چې د حکومت په نوم څه شی شتون نه لري ـ چې دداسې پېښو مخه ونیسي ـ حکومت دې خبرونو ته د قبایلي دشمنۍ رنګ ورکوي او په دې توګه خپل ځان خلاصوي .))

مظاهرې ته د خبریالانو د اتحادیې نورو مشرانو هم ویناوې وکړې او د حکومت څخه یې غوښتنې وکړې چې د خبریالانو د خوندي توب په موخه دې لازم ګامونه پورته کړي.

بلې خوا د خبریالانو د خېر ښېګړې دپاره کارکونکي نړیوالو تنظیمونو کمیټي ټو پروتیکټ جرنلټس او رپورټر وید اوټ بارډرز د اورنګزیب تونیو وژنه غندلی ده او ویلي یې چې په تېره یوه هفته کې په پاکستان کې دا دویم خبریال دې چې وژل کېږي ـ او حکومت باید د خبریالانو د وژنې په اړه پوره او کره پلټنې وکړي.
XS
SM
MD
LG