د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: پر کډوالو د توپ ګوله پرېوتې،۴ماشومان وژل شوي


په خیبر کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو او طالب اودپکو ترمنځ له نښتو ګڼ ځايي خلک کډه په سر نورو سیمو ته بارېږي
په خیبر کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو او طالب اودپکو ترمنځ له نښتو ګڼ ځايي خلک کډه په سر نورو سیمو ته بارېږي


د خیبر پولیټکل چارواکی وايي چې د خیبر ایجنسۍد باړې له شلوبر سیمې څخه پیښور ته کډه کيدونکي يوې کورنۍ پر ګاډي د مارټر ګولۍ پريوتو له وجې څلور ماشومان وژل شوي او دوه ښځې ټپي شوي دي.

امنيتي ځواکونو د باړې په دې سیمه کې د عملیاتو د وجې خلکو ته د سیمې د پرېښودلو ویلي وو، او پرون یې وروستۍ نېټه وه. د جګړو له وجې له سيمې څخه له دوو لکو ډير خلک بې کوره شوي دي.

بل خوا د پېښور په چغل پوره سیمه کې نن سهار یوه درنه چاودنه وشوه چې پکې يو کس ژوبل شوی دی. چارواکي وايي په پېښه کې د ډي ایس پي بنارس خان د نخښه کولو هڅه وشوه خو نوموړی له دې بریده ژوندی وتلی دی.
XS
SM
MD
LG