د لاسرسي ځای

تازه خبر

" افغان پوځ به ننګونې ولري"




پامیر ساحل مشال راډيو

پراګ:- رویټرز خبري اژانس لیکي، افغانستان به د دې هیواد امنیتي ځواکونو ته د واک د سپارلو په درېیمې مرحلې کې له مشکلو امنیتي ننګونو سره مخامخ شي. اژانس د چارواکو په وینا لیکي، دا پړاو پر داسې وخت تر سره کېږي چې یاغیان خپل بریدونه هم زیاتوي.


رویټرز اژانس لیکي، تمه ده افغان ولسمشر د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د انتقال د بهیر د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۲۳۰ ولسوالیو او ټولو ولایتونو مرکزونو امنیتي چارې افغانانو ته د سپارلو اعلان وکړي.

د ۲۰۱۴ز کال تر پایه به د افغانستان ټولې امنیتي چارې افغانو ځواکونو ته سپارل شوې وي.

د انتقال د پروسې مشر اشرف غني احمد زي په کابل کې خبریالانو ته ویلي: ((په ۲۰۱۴ز کال کې به د ملي خوندیتوب ازمېښت وي.))

ده وویل د دوی ((دښمنان دې په دې ځان پوه کړي چې دا ولس ژمن دی)) چې د واک د سپارلو بهیر به تر سره کوي.

اشرف غني احمد زی وايي، درېیم پړاو ګران هغه دی. د ده په خبره، افغان ولس ته درواغ نه ویل غواړي، خو دا مشکلات هسې نه دي چې حل نه لري.

ده زیاته کړه، څلورم او پینځم پړاو به لا نور مشکل وي.

د افغانستان حکومت او د دې هیواد غربي ملګري پلان لري چې په پينځو مرحلو کې امنیتي چارې افغانانو ته وسپاري چې په کې به په آخره کې، د وسله والو طالبانو قوي مرکزونه لکه کندهار او د هېلمند زیاته برخه هم شامله وي.

رویټرز اژانس زیاتوي، هیڅ چارواکي دا نه دي ویلي چې په دې اوسني یانې درېیم پړاو کې به کومې ولسوالۍ افغان سرتېرو ته سپارل کېږي؟
XS
SM
MD
LG