د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د خیریه او مرستندویه ادارو راتلونکې




پامیر ساحل - مشال راډيو

پراګ:- په پاکستان کې د خپل یوه کار کوونکي تر تښتونې او بیا وژنې وروسته د نړیوال سره صلیب ادارې د دې هیواد په کوټې، پېښور او کراچۍ کې خپل کار درولی دی. هلته بیا د خیبر پښتونخوا په کوهستان کې هم د قامي اسمبلۍ پخواني غړي ویلي، چې د مرستندویه نا دولتي ادارو کار کوونکې ښځې دې د دوی سیمې ته نه ورځي که نه دا ټولې ښځې به د سیمې سړیو ته په نکاح کړي. په داسې صورتحال کې چې په خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان کې امنیتي وضع هم ښه نه ده، د یوې بشري مرستندویه ادارې کار ځنډول پر نورو ادارو څه اثر لرلای شي؟


د نړیوال سره صلیب ادارې په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سېند صوبو کې خپل فعالیت درولی دی.

دې ادارې دا ګام تر هغې وروسته واخیست چې د ۲۰۱۲ز کال د اپرېل پر ۲۹مه د دوی د یوه کار کوونکي ډاکتر خلیل رسجد ډېل مړی د بلوچستان له کوټې سره نېږدی وموندل شو.

د سره صلیب ادارې کار درول ایا پر نورو بشري مرستندویه ادارو هم اثر لري او ایا د دې ادارو کار به هم متاثره شي که نه؟

په اسلام اباد کې د نا دولتي ادارو او پرمختیايي چارو کار پوه عارف تبسم وايي، مرستندویه ادارې د درېیمې نړۍ په غریبو او بې وزلو هیوادونو کې کار کوي او بنیادي مقصد یې خلکو ته د بنیادي ضروریاتو رسول دي.

د ده په خبره، د یوې ادارې بندېدل د نورو هغو پر کار هم ډېر اثرات لري.

په اسلام اباد کې د یوې بلې نړیوالې مرستندویه ادارې کار کوونکي عثمان خټک مشال راډیو ته وویل، هر کله چې داسې پېښه کېږي نو د نړیوالو مرستندویه ادارو مشران او چارواکي ټول یو ځای غونډه کوي او د حالاتو جاج اخلي.

ده د خپلې ادارې نوم د امنیتي وجوهاتو له کبله وا نه خیست.

د خټک په خبره، په دې وروستیو کې چې د خیبر پښتونخوا له کوهستانه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي ګواښ کړی وو چې د نا دولتي ادارو ښځینه کار کوونکې دې د دوی سیمې ته نه ورځي که نه د سیمې اوسېدونکو ته به یې په نکاح کړي، دې خبرې هم د مرستندویه ادارو پر کار اثر کړی دی.

ده وویل، د دوی ادارې هم له تېرو پینځو شپږو میاشتو راهیسې د بلوچستان په ځینو سیمو کې خپل فعالیت محدوده کړی دی.

عثمان خټک زیاته کړه، په بلوچستان کې د تښتونو او د نا امنیو تر پېښو وروسته هلته ډېرو ادارو خپل کار محدود کړی دی او همدې ته ورته حال د خیبر پښتونخوا دی.

نړیوالې مرستندویه ادارې اکثره وخت په نا امنه سیمو کې پرمختیايي فعالیتونه هم دروي.

خو د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت پارلېماني سېکرتره ډاکتره ظل هما وايي، په هیواد کې ټول پرمختیايي کارونه روان دي:

((ټولې پرمختیايي ادارې کار کوي. خو دا ده چې په دې کې باید ځايي ملګري هم په کې شامل کړل شي. لکه دا نړیوال کار کوونکي چې کار نشي کولای نو د مثال په توګه، د بلوچستان یا د خیبر پښتونخوا حالات که خراب دي نو باید پروژې د ځايي خلکو او ادارو په وسیله عملي کړل شي.))

ډاکتر ظل هما وویل، په پاکستان کې اقتصادي او ټولنیز پیمانې ډېرې ټیټې دي. یانې په دې هیواد کې اقتصادي او ټولنیز حالت ښه نه دی. نو ځکه باید په هر سېکټور کې کار وشي.

داسې نړیوالې ادارې هم شته چې پاکستاني حکومت یا په دې هیواد کې مرستندویه ادارو ته پیسې ورکوي چې خپل فعالیت پر مخ بوځي.

نو له داسې خبرونو سره چې ادارو خپل کار ځنډولی یا یې محدوده کړی دی، ایا نړیوالې پیسې ورکوونکې ادارې به د پیسو ورکول ودروي او که نه؟

د دې پوښتنې په ځواب کې په اسلام اباد کې د پرمختیايي چارو کار پوه عارف تبسم وايي، د دې ادارو کار په خرابو حالاتو کې د مرستو رسول دي.

دی وايي، فکر نه کوي چې مرستې به ودرېږي.

په قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې اکثره وخت داسې پېښې کېږي چې په کې د نړیوالو ادارو کار کوونکي یا خو کار ته نه پرېښودل کېږي او یا هم له امنیتي ګواښونو سره مخامخېږي. د عثمان خټک په خبره، د دوی اداره خو به خپل کار ته په هر صورت دوام ورکوي، خو د عمل طریقه به بدله کړي او هغه ځایونه چې په کې نا امني وي، هلته به دوی خپل کار هم په محدود کچ کوي.
XS
SM
MD
LG