ژباړه شاهین بونېری
په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې حسین حقاني لیکي چې په ټوله مسلمانه نړۍ کې پاکستان يواځینې هیواد دی چې د اسامه بن لادن د تلین په موقع په سلګونو خلکو له هغه سره خپل یووالی وښود. پرځای ددې چې دا کلکې پوښتنې شوې وای چې اسامه په کلونو په پاکستان کې څنګه په آرام سره اوسېدو خو د پاکستان سپریم کورټ دا غوره کړه چې د هیواد وزیراعظم د عدالت د سپکاوي په تور تورن کړي.
حسین حقاني لیکي په داسې حال کې چې هیواد د مذهبي سختدریځۍ او تره ګرۍ له خطر سره مخامخ دی پاکستان د خپلو قامي ترجیحاتو نه د انکار په حال کې دی. نن په پاکستان کې یو خوا هغه خلک دي چې یو جدید او ولسي هیواد غواړي او بل هغه چې د اسلام په نوم د اقلیتونو پرضد د تشدد او تره ګرۍ مرسته کوي. ډیر خلک په مینځ کې ګیردي. دوی د اولسي نظر مرسته کوي خو هغه سیا ستدانان نه خوښوي چې د اولس د واک خبره کوي.
لیکوال وړاندې لیکي د اسامه د کمپیوټر نه د ترلاسه شوي معلوماتو نه دا نیغ په نیغه نه ثابتیږي چې د پاکستان حکومت، پوځ یا استخباراتي ادارو مرسته ورسره وه خو که چرې اسامه په خپل ذاتې نیټ ورک هم تکیه کوله نو باید زموږ عدالتونه د هغه خلکو پیژندلو، نیولو او سزاکؤلو له توجه ورکړي چې له اسامه سره یې مرسته کوله . خو له بده مرغه د عدالتونو ترجیهات نور څه دي.
حسین حقاني زیاتوي په پاکستان کې ټول بحث په دې خبره دی چې امریکې په خپل سر داسامه پر وژلو د پاکستان له خپل واکۍ سرغړونه کړې ده خو په دې خبره ډیر لږ بحث کیږي چې دیوې پوځي چاوڼۍ سره نزدې د نړۍ تر ټولو ډیر مطلوب تره ګر اوسیدل د پاکستان خپل واکۍ ته خطر نه وو؟
نوموړی لیکي پاکستان ته تر ټولو لوی خطر له جهادي مفکورې او له هغه خلکو دی چې په دغه نوم ترهه ګري کوي. خو ددغه پرځای زموږ قامي بحث هغه خلکو یرغمال کړی دی چې له مذهبي سختدریځی پام بل خوا اړول غواړي.
حسین حقاني په پای کې لیکي د مشرف د لرې کیدو نه وروستو د وکیلانو تحریک هم په دوو ډلو کې ویشل شوی دی. هغه وکیلان چې د قانون واک غواړي او هغه چې عدلیه د خلکو له خوا د غوره شويو سیاسي مشرانو پرضد استعمالول غواړي. دغه شان میډیا هم په دې کې پاتې راغلې چې د سخت دریځۍ د نوغې ایستلو او تره ګرۍ پرضد د جګړې لپاره مرسته ډیره کړي. ترکومه چې په ترجیهاتو کې بدلون نه وي راغلې د ترهه ګرۍ پرضد زموږ د مشرانو په تشو چیغو سورو د قام تقدیر نه شي بدلیدای.