د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د طبي علومو انسټيټويټ پرانستل شو


په کندهار کې د طبي علومو انسټيټوټ
په کندهار کې د طبي علومو انسټيټوټ


سيدشاه سقيم مشال راډيو

کندهار:- د افغانستان په کندهار ولايت کې په لومړي ځل د زون په کچه د طبي علومو انسټيټوټ پرانستل شوى دى . د عامې روغتيا چارواکي وايي چې په دغه انسټيټوټ کې به سلګونه نارينه او ښځينه شاګرانې د طبي علومو په بېلابېلو برخو کې زده کړې کوي.

د عامې روغتيا د رياست چارواکي وايي چې پرانستل شوى انسټيوټ د دوه اعشاريه اوو ميلونه امريکايي ډالرو په مصرف په اوولس مياشتو کې رغول شوى دى چې دا مهال ورڅخه ګټې اخيستنې جوګه ده.

د دوى په خبره په دغه انسټيوټ کې به چې شل درسي او شپېته د ليلې خونې لري د شپږ سوه تنو په شا و خوا کې ښځينه او نارينه زده کوونکي زده کړه کوي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس عبدالقيوم پخلا وايي چې د انسټيټوټ د جوړولو د پاره زياتې مرستې ورسره د امريکا متحده ايالاتو کړې دي.

دى وايي په انسټيټوټ کې به نارينه او ښځينه زده کوونکې د نرسنګ، قابلګي يا دايي توب او په نورو برخو کې زده کړې کوي.

(( په دې پروژې سره موږ نه يوازې يو سټنډرډ پراخ مکتب چې د ډېرو شاګردانود جذب توان لري په لاس راوړى بلکې په عين وخت کې مو دوې نورې اساسي ګټې تر لاسه کړې لکه د ميرويس روغتون پراختيا چې د پخواني مکتب ځاى د ميرويس روغتون ډآکټران د خپلو اهدافو د پاره وکاروي او تر ټولو مهمه دا چې دغه ځمکه د غصب کېدو په حال کې وه مونږ اوس له غصب څخه خلاصه کړه او د عامه استعمال د پاره ورڅخه ګټه اخيستل کېږي.))

پخلا زياتوي چې د عامې روغتيا وزارت بايد په پرانيستل شوي انسټيټوټ کې د لابراتور او فارميسي څانګې هم شاملې کړي ځکه چې دا مهال په کندهار کې دو اويا لابراتوارونه شته خو يوازې اته ويشت تنه تسبيت شوي ټکنېشنان پکې دنده ترسره کوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزيره ډآکټره ثريا دليل بيا وايي چې د طبي علومو انسټيټوټ به په جنوب زون کې د مېندو او ماشومانو د مرګ کچه چې دا مهال ډېره زياته ده را ټيټه کړي.

(( څنګه چې مي شا و خوا يو نيم کال وړاندې له تاسي سره وعده کړې وه چې په کندهار کې به د نرسنګ او قابلګي په برخه کې د شاګردانو د روزلو او اوسېدلو د پاره يو مرکز جوړم دا دى خپله وعده مي پوره کړه. په جنوب زون کې د نرسانو او قابلو زيات ضرورت دى خو باور لرم چې دغه انسټيټوټ به تر ډېرې اندازې دغه ستونزه کمه کړي. ))

په کندهار کې د طبي علومو د زده کوونکيو د روزنې په موخه په داسې حال انسټيټوټ پرانيستل کېږي چې تر دې وړاندې په وار وار د جنوب د لېرې پرتو سيمو اوسېدونکيو ويلي دي چې په کليو او ولسواليو کې يې د روغتيايي مرکزنو او ډاکټرانو د نه شتون له امله ناروغان تر روغتونونو پورې په لاره ژوند له لاسه ورکوي.
XS
SM
MD
LG