د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان او افغانستان د نړیوالو رسنیو لیکنې



اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه ليکي، د پاکستان د حکومت لخوا تېره اونۍ د اېبټ آباد کمېشن لخوا په روانه مياشت کې د راپور خپرولو بيان د کمېشن له غړو سره د سلا مشورې پرته ورکړل شوی. بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، د يوه کال تر رابطې وروسته د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې په اړه خبرې اترې د څو مياشتو راهيسې د ځنډ ښکار شوي دي.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه ليکي، تېره اونۍ د پاکستان د حکومت لخوا د اېبټ آباد کمېشن د راپور خپرولو بيان داسي ښکاري چې د کمېشن پر غړو د فشار اچولو يو چل و ځکه چې په روان مياشت کې د راپور خپرولو د اعلان په اړه د کمېشن له غړو سره هيڅ سلا نه وه شوې.

د کمېشن يو غړي ورځپاڼې ته ويلي چې د کمېشن لخوا د بشپړه راپور چمتو کول به ډېر وخت نيسي. خو د دې غړي په وينا د حکومت لخوا تر بيان ورکولو وروسته دوی کار ډېر تند کړی خو داسي نه ښکاري چې د کمېشن راپور به په روانه مياشت کې تيار شي.

د نوموړې په وينا د کمېشن ځينې غړي د رخصتۍ پلان لري او د ځينو غړو تر منځ د نظر اختلاف هم دی چې کېدای شي د رپورټ د ځنډېدو لامل وګرځي خو بلخوا نوموړي ورځپاڼې ته ويلې چې د کمېشن ټول غړي پر دې سلا شوي چې رپورټ ټول ولس ته څرګند کړي. تر اوسه د راپور جوړلو لپاره د کمېشن لخوا له يو سل کسانو سره خبرې شوي دي چې په هغوی کې خبريالان، شنونکې، امنيتي چارواکې، حکومتي چارواکې او سفارتکاران شامل دي. کمېشن ته وخت ورکړل شوی و چې د تېر کال تر پايه بشپړه راپور چمتو کړي خو د کمېشن غړي تر اوسه نه دې توانېدلي چې رپورټ ته حتمي بڼه ورکړي.

بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ په کابل کې پخپله يوه وينا کې وينا کې وويل چې سياسي جوړجاړی د نوموړي د ستراتيژۍ يوه برخه ده. نوموړې وويل چې انتظاميه يې له وسله والو سره په مستقيم ډول خبرې اترې کړي دي.

د ورځپاڼې په وينا د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره د تېر کال د نومبر په مياشت کې قطر هيواد وټاکل شو چې د دواړو خواوو تر منځ د باور فضا رامنځ ته کړي. که څه هم د امريکا او طالب چارواکو تر منځ د سولې او جوړجاړي په اړه د خبرو اترو څو پړاوونه تر سره شول خو د څو مياشتو راهيسي دا خبرې اترې د ځنډ ښکار شوي دي. د خبرو اترو د درېدو په هکله دواړې ښکيلې غاړې بېل نظرونه لري.

د طالبانو لخوا د روان کال د مارچ په مياشت کې بيان ورکړل شو چې دوی ځکه له خبرو اترو څخه را پر شا شول چې امريکايان د تېر کال په نومبر کې له کړو ژمنو څخه شاته شول. خو امريکايي چارواکې بيا وايي چې طالبان پر دې رضا شول چې په ټول ولس کې به له نړيوال ترهګر تنظيم القاعده سره د بېلوالي اعلان کوي، د هغوی د کړنو غندنه به کوي او دجګړې د سياسي حل لپاره به له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي. خو دوی دا کارونه ونکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG