د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پوځ به د ښارونو او ولسوالیو امن سنبالوي



د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر اعظمي وایي، افغان ځواکونه به په ۲۰م مې په شکاګو کې کیدونکي د غونډې نه وړاندې په بیلا بیلو لویو ښارونو او ولسوالیو کې امنیتي چارې سنبال کړي.

د اعظمي په خبره د نیټو تر مشري لاندې د ځواکونو لخوا دا د واک سپارلو د بهیر دریم پړاؤ دی چې د تېر کال په جولايي کې شورو شوی وو.

هغه وویل افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمې به د هیواد ولایتي سرښارو په ګډون په ۴۰۰ کې ۲۳۰ ولسوالیو ته و غځول شي. هغه سیمې چې د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دي ، زیاتره پکې پرامنه دي.
XS
SM
MD
LG