د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغان جنګ سره د امريکايانو مخالفت سيوا شوی


افغانستان: یو سخت ژوبل امریکايي سرتېري امریکايي پوځي روغتون ته وړل کېږي
افغانستان: یو سخت ژوبل امریکايي سرتېري امریکايي پوځي روغتون ته وړل کېږي



هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن:- ايسوشي ايټېډ پريس اژانس په امريکا کې تر سره شوې د يوې نظر پوښتنې د پايلو په حواله وايي چې په سلو کې ۶۶ امريکايانو د افغانستان له جګړې سره مخالفت ښودلی دی-

اژانس زياتوي تېر کال په سلو کې ۳۷ او د وړم کال په پسرلي کې ۴۶ امريکايانو د ورته نظر پوښتنو په ترڅ کې د افغانستان په جګړه کې د خپلو ځواکونو د ښکېلتيا له امله تسلي ښکاره کړې وه-

دا وروستۍ نظر پوښتنه، چې ايسوشي ايټېډ پريس د (جي ايف کی) په نامه له يوې امريکايي ادارې سره په ګډه په ټوله امريکا کې د ۱۰۰۴ بالغو تنانو سره د ټيليفوني مرکو په ترڅ کې تر سره کړه، پايلې يې ښيي چې يوازې په سلو کې ۸ کسانو ويلي چې امريکايي ځواکونه دې د افغانستان جګړې ته دوام ورکړي-

د نظر پوښتنې پايلو دغه راز ښودلې چې د پروسږ کال په پرتله سږکال د هغه امريکايانو شمېر ډېر لږ شوی چې فکر کوي د اسامه بن لادن وژنې د دوی پر ضد د ترورستي بريدونو کېدلو چانس سيوا کړی دی- اې پي ليکي دا نظر پوښتنه د روانې اونۍ د دې خبر چې وايي د امريکا استخباراتي ادارو په يمن کې د القاعده د ملاتړو له خوا جوړ شوی د مساپر وړونکې امريکايي الوتکې دننه د بمي چاودنې پلان شنډ کړو، تر خپرېدو مخکې تر سره شوه-

اژانس د کرېس سولومن په نامه د يوه خپلواکه امريکايي ووټر، چې د افغانستان د جګړې يو له سختو مخالفو تنانو څخه دی، د مرکې يوه برخه راخېستې چې پکې نوموړی ويلي: (څوک دې ريښتيا ووايي چې موږ دغلته [افغانستان] کې څه کوو؟ له چا سره مرسته کوو؟ د افغانستان جګړه چې د القاعده پر ضد پيل شوې وه، موږ ګورو چې ټول تمرکز يې د طالبانو د کلک ياغيتوب د له مينځه وړلو پلو شوی دی-)

د اژانس په ليکنه، له دې مخالف دريځونو سره سره بيا هم د نظر پوښتنې ۴۸ في صدي ګډونوالو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو دوامداره حضور د دې هېواد د جمهوري ادارو د پياوړتيا له پاره اړين بللی دی- د دې نظر حاميان د حکومتي ډيموکريټ ګوند په مقابله کې په ريپبلېکن ګوند کې زيات دي، چې في صدي يې په ترتيب سره ۴۷ او ۵۶ ښودل شوې ده-

بلې خوا ته هغه امريکايان چې په يادو دواړو ګوندونو کې له يوه سره هم نظرياتي تړاو نه لري، اکثرييت يې، په سلو کې ۴۳ تنو ويلي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو موجودييت په دغه هېواد کې د جمهورييت او ثبات د ټينګولو د افغانانو هڅې زيانمنې کوي-

ای پي په عين وخت کې په افغانستان کې د بهرنيو جنګي ځواکونو د ۲۰۱۴ م کال تر پايه د ساتلو د ولسمشر اوباما ژمنې ته په اشارې ليکلي چې روانه مياشت په شيکاګو کې د نوموړي په کوربه توب جوړېدونکې د ناټو د مشرانو په غونډه کې به د افغانستان د جګړې مشري د دې هېواد خپلو ځواکونو ته د حواله کولو په چارو پراخ بحثونه وشي-

ښاغلي اوباما تېره اونۍ افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کې له دغه هېواد سره د امريکا د اوږدې مودې د ستراتيژېکې ملګرتيا سند لاس ليک کړ او خپلو ځواکونو ته يې د اسامه بن لادن د لومړني تلين د مبارکۍ په ويلو په ډاګه کړه چې موږ بايد په افغانستان کې پيل کړي خپل کارونه راغونډ کړو او په يوه ذمه واره طريقه د دې هېواد جګړې ته د پای ټکی کېږدو-
XS
SM
MD
LG