د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرستندویه ادارې په پاکستان کې خپل کارکونکي کموي


ژباړه : ګل اياز، مشال راډيو

سرچينه : اې ایف پي

اې ایف پي خبري اژانس ليکي په پاکستان کې د سره سلیب د کارکونکو وژنه او د يو امريکايي يرغمالي ويډيو نه ښکاري چې په دغه هيواد کې مرستندويه ډلي له خطر سره مخامخ دي.

په پاکستان کې مرستندويه اداري د خپل کارونو د جاري ساتلو بيا جاج اخلي. د اپريل په ۲۹ نيټه خليل دالي مړي موندلي شوي وو چې څلور مياشتي وړاندي د بلوچستان کوټه ښار نه تښتولي شوي وو.

شپيته کلن بریتانيوی نژاد خليل، چې مسلمان شوي وو، وژنه د مرستندويه ادارو لپاره دردونکو وو. خليل د سره سليب سره کار کولو چې يوه بي طرفه اداره ده.

خبري اژانس ليکي د پاکستان مرستندويه فورم چې د ۵۰ نړيوال ادارو نمايندګي کوي وينا سره سم مرستندويه ادارو له پاکستانيانو سره مرستو لپاره مليونونو ډالر خرچ کړی خو د دوی په کاروکونکو بريدونه سيوا شوي.
د دغه فورم د شميرو ترمخه د ۲۰۰۹ کال راهسي اورپکو او جرايم پيشه خلکو ۱۹ مرستندويه کاروکونکي وژلي او د ۲۰ نه زيات يې تښتولي.

خبري اژانس د پاکستان مرستندويه فورم لخوا زياتوي چې په کاروکونکو د بريدونو له کبله راون پروژې له خطر سره مخامخ دي.

خبري اژانس ليکي د تير اتوار په ورځ په يوه ويډيو کې امريکايي کاروکونکي وارن وينسټن د امريکا ولسمشر باراک اوباما نه د دوی د ژوند بچ کولو غوښتنه کړي وه. ۷۰ کلن وينسټن تير کال د اګست په مياشت کې د پنجاب لاهور ښار نه تښتول شوي وو. د پاکستاني چارواکو په وينا وينسټن طالبانو او القاعده تښتولي دي.

خبري اژانس ليکي په لاهور ښار کې د وينسټن او په ملتان کې د يو جرمني او اټالوي کاروکونکي تښتونې چې دا دواړه ښارونه محفوظ ګنل کيدی ، د غير سرکاري تنظیمونو اندېښني نورې سيوا کړي.

خبري اژانس ليکي چې زياتره مرستندويه ادارې د امريکا استخباراتي اداري سي آی اې لخوا د څاڅکو جعلي مهم چې اسامه بن لادن د مالومولو لپاره پيل کړي وو، نيوکې کوي چې له دې کار سره د کاروکونکو ژوند له خطر سره مخامخ شوي.

خبري اژانس ليکي چې په پاکستان کې د مرستندويه اداري د خپلو کاروکونکو په شميره کې د امنيتي وضعي د خرابيدو له کبله کمی راولي.
XS
SM
MD
LG