د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې په لکونه کډوال مرستو ته اړتیا لري



د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، په دغه هیواد کې په داخلي توګه د بې کوره شوو خلکو شمیره په زیاتیدو ده چې پکې زیاترو خلکو د پوځي عملیاتو او نا امنۍ له وجې کډې کړي، او یو شمیر کورنۍ داسې هم دي چې نه د سر سورۍ لري او نه د ژوند بنیادي ضرورتونه.

په ډان ورځپاڼه کې اي اې رحمان لیکي، د خیبر ایجنسۍ له باړې نه شپږو لکو او ووه اتیاو زرو نه زیاتو خلکو د پوځي عملیاتو له عمله کډې وکړې او د بې کورۍ په ژوند کولو مجبوره شول.

اخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره کارکونکې اداره یونیسف وايي ، په دغو کې ۵۰ فیصده یې ماشومان دي چې د زیاترو لپاره د سکولونو هیڅ انتظام نشته. دغه بې کوره شوي خلک چې درېیمه حصه یي د جلوزو په کډوالو کیمپ کې ژوند کوي، اوس هم له ډیرو بنیادي ضرورتونو محرومه دي. له باړې زیاتره خلک څه نا څه دوه نیم کاله وړاندې په کډه کولو مجبوره شول. دغه خلک وایي، دوی د خپلو سیمو په حالاتو نه پوهیږي چې هلته څه روان دي او دوی به کله بیرته خپلو کلیو ته ستنیږي.

لیکوال اي اې رحمان وایي، په جلوزو کیمپ کې د کډوالو لخوا د یوې مظاهرې او بیا وروستو د تاو تریخوالي د پیښو له عمله دغلته یو این ایچ سي ار هم د څه وخت لپاره خپل کارونه ودرولي دي.

ورځپاڼه بیا د ډیره بګټي د بې کوره شوو خلکو په اړه لیکي، څه نا څه شپږ کاله وړاندې د ډیره بګټي اتیازره خلک بې کوره شول، چې زیاتره د بلوچستان نورو برخو او یا هم سیند صوبې ته ولاړل، خو تر اوسه پورې له د دغه خلکو سره ضروري مرستې ونه شولې .

لیکوال اي اې رحمان وړاندې لیکي ، په ۲۰۱۰م کال کې د سیلاونو او په ۲۰۱۱م کال کې د بارانونو له عمله په زرګونو خلک په ټول پاکستان کې بې کوره شول.

په پاکستان کې هر کال د هغه خلکو په شمیره کې زیاتوالې راځي، چې یاخو د قدرتي افتونو له عمله بې کوره شوي، او یا هم د خرابې امنیتي وضعې او د پوځي عملیاتو له وجې په کډه کولو مجبوره شوي دي.

لیکوال وایي باید حکومت اوس پر دې څه منصوبه بندي وکړي چې نور خلک بې ځایه نه شي او باید په داخلي توګه په پاکستان کې روان تشدد زر تر زره ختم کړل شي او اوس یي ارو مرو یوه نتیجه مخې ته راشي.

لیکوال دا هم وایي د امریکا د یوې څیړنیزې ادارې بروکینز انسټيټیوشن او د لنډن سکول اف اکنامکس په یوه څیړنه کې پاکستان یو په هغه هیوادونو کې شامل دی چرته چې په تیرو نږدو کالونو کې په داخلي توګه د بې کوره شوو خلکو شمیره په زیاتیده ده، او باید پاکستان اوس فیصله وکړي چې څه رنګ کولی شي، د لا نورو خلکو بې کوره کیدل ودروي. ځکه چې د لیکوال په خبره دغه خلک هم حکومت بې کوره کړل او هم یي بیا هیر کړل .
XS
SM
MD
LG