د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان د پښتنو برخه لیک څه دی؟




بوریوال کاکړ - مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي پنجاب په نامه د نوې صوبې په اړه تر قرارداد وروسته اوس په دې ملک کې د نویو صوبو د جوړېدو بحث یو ځل بیا تود شوی دی. په دې کې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا ګډولو په پنجاب کې د سرایکیستان په نامه صوبې جوړولو او په خیبر پښتونخوا کې هزاره ډیویژن ته د هزاره صوبې د نوم ورکولو وړاندیزونه کیږي . خو د پاکستان واکمن او په خپله پښتون او بلوڅ ملت پاله دا ځل په بلوچستان کې د مېشتو پښتنو د برخلیک په اړه لږ څه خاموشه ښکاري.


په پاکستان کې که څه هم له ډېرې مودې پر نسلي اساس د نویو صوبو د جوړېدو مخالف کیږي خو په دې وروستیو کې نه یوازې د نویو صوبو د جوړېدو بحثونه تاوده شوي دي بلکه د دې صوبو لپاره داسې نومونه هم اخیستل کیږي چې په قامونو پورې تړلي دي.

په پاکستان کې مېشتو پښتنو او بلوڅو ملت پالو د دې ملک له جوړېدو راهسې پر خپلو شتمنیو د واک او صوبابي خودمختارۍ لپاره هلي ځلي کړې دي.

خو اوس چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا ګډولو ، په پنجاب کې د سرایکستان او په خیبر پښتونخوا کې د هزاره په نامه د نویو صوبو جوړولو وړاندیزونه تر اسمبلیو رسېدلي دي ، په بلوچستان کې د مېشتو پښتنو لپاره د نوې صوبې په اړه د پاکستان واکمن او په خاصه توګه پښتانه ملت پال خاموشه ښکاري.


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي ویاند رضا محمد رضا
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي ویاند رضا محمد رضا
​په دې باب په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مرکزي ویاند رضا محمد رضا د خپل ګوند دريځ کې وايي، که څه هم دوی د پاکستان په پارلمان کې غړي نه لري خو بیا یې هم د هغه په ونیا تل د خپل شناخت او پر خپلو شتمنیو د واک لپاره هلې ځلې کړې دي.

((د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دا غوښتنه ده چې له چتراله تر بولانه دې د پښتنو یوه قومي صوبه د پښتونخوا په نامه جوړه شي، تر هغې چې د پښتنو دغه فطري قامي صوبه جوړېږي، تر هغه وخته پورې دلته په بلوچستان کې پښتون او بلوڅ دوه قامونه دي او پر خپله خپله خاوره پراته دي، دا دې د دوو قومونو صوبه ومنل شي او پښتانه دې دلته په ټولو چارو کې که هغه سیاست وی، ثقافت وي، معیشیت وي، په دې کې د پښتنو برابري ومنل شي او که بیا فرضا بلوڅ دې ته نه تیارېږي نو هغه د چیف کمشنر صوبه بریټیش بلوچستان دې بحاله کړل شي چې د پښتنو خاوره ده پر دې د جنوبي پښتونخوا په نامه صوبه جوړه کړل شي.))

د پښتنو بل ملت پال ګوند عوامي نشنل پارټۍ نه یوازې د حکومت برخه ده بلکې د پاکستان په تاریخ کې یې په لومړي ځل د پخوانۍ صوبه سرحد نوم په خیبرپښتونخوا بدل کړ.

د عوامي نشنل ګوند ویاند سنېټر زاهد خان وايي دوي تل د بلوچستان د پښتنو په مبارزه کې د هغوي ملګري پاته شوي دي.

(( د بلوچستان د پښتنو خبره چې ده موږ د هغوی په مبارزه او جهدوجهد کې له هغوی سره شریک یو چې هغوی کومه مطالبه لري موږ ورسره یو. د بلوچستان د پښتنو لپاره مشکلات په دې نه دي چې هلته د بلوڅانو له پښتنو سره هیڅ لانجه نشته. نو زما خیال دا دی چې دا ګرانه خبره نه کله چې د بلوچستان پښتانه فیصله وکړي، که هغوی ځان له خپله صوبه غواړي ودې غواړي موږ به د هغوی ملګرتیا وکړو.))

د پاکستان پپلز ګوند په پارلمان کې قرارداد وړاندې کړ چې د پنجاب د جنوبي برخو ته دي د بېلې صوبې حثیت ورکړل شي.


د عوامي نېشنل پارټۍ ویاند سنېټر زاهد خان
د عوامي نېشنل پارټۍ ویاند سنېټر زاهد خان
عوامي نشنل ګوند له پپلز ګوند سره د خیبرپښتونخوا او سیند صوبې تر څنګ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې هم د حکومتي اتحاد برخه ده.

ایا عوامي نشنل ګوند د پاکستان په پارلمان کې د بلوچستان د پښتنو لپاره د هغوي په وینا د جنوبي پښتونخوا په نامه د جلا صوبې قرارداد وړاندې کولای شي او که نه.

سنېټر زاهد خان وویل چې پارلمان په دې لړ کې هیڅ نه شي کولای او د دې لپاره به لومړی له صوبايي اسمبلۍ څخه قرارداد منظورول وي .

(( له پارلمان سره اختیار نشته تر هغو چې په آیین کې بدلون نه وي راغلی او د صوبايي اسمبلۍ نه قرارداد نه وي منظور شوی. نو دا اوس هسې یوه سیاسي لوبه روانه ده، هره یوه سیاسي پارټۍ د سیاسي ګټې کوښښ کوي. نه هم تش په دې خبرو صوبې جوړېدای شي.))

ډېر خلک دا فکر کوي چې که چیري په بلوچستان کې مېشتې پښتنې سیمې له دې صوبې څخه بېلیږي نو به یې بلوڅان مخالفت وکړي.


د بلوڅ ملت پال ګوند بلوچستان نشنل پارټۍ یو مشر او پخواني سنېټر سناء الله بلوڅ
د بلوڅ ملت پال ګوند بلوچستان نشنل پارټۍ یو مشر او پخواني سنېټر سناء الله بلوڅ
خو د بلوڅ ملت پال ګوند بلوچستان نشنل پارټۍ یو مشر او پخواني سنېټر ثناء الله بلوڅ مشال راډیو ته وویل چې دوي نه یوازې د پښتنو د نوې صوبې مخالفت نه کوي بلکه د هغه په وینا د دې ملاتړ کوي چې په پاکستان کې د مېشتو پښتنو یوه صوبه جوړه کړل شي.

(( موږ د یوې مشترکه پښتون صوبې لپاره هر ډول ملاتړ او حمایت لرو. موږ غواړو پښتانه وروڼه مو په یوه قامي یونټ کې سره رایوځای شي))

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې ځینې او په خاصه توګه مذهبي ګوندونه هم شته چې نه یوازې پر نسلي اساس د صوبې مخالف دي بلکې کې په دې اوسني حالت کې له بلوڅو سره ګډ اوسېدل غواړي.
XS
SM
MD
LG