د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روس کې د پوتین ضد مظاهرې




بشیر ګواښ - مشال راډيو

پراګ:- له هغه وروسته چې دوه ورځې وړاندې، دروس ولاديمير پوتين يوځل بيا د دې هيواد د نوي ولسمشر په توګه سوګند پورته کړ او د روس مخکينی ولسمشر ديميتري ميدوېدېف يې وزيراعظم شو نو له څو کلونو راهيسې د دې دواړو ترمنځ د چوکيوو د بدلولو له وجې ګڼو خلکو مظاهرې پيل کړي. د اپوزیشن د سياست والو ترڅنګ، د روس امنيتي ځواکونو په سلګونه مظاهره چيان نيولي هم دي.

بيګا د روس په پلازمينه مسکوکې پولیسو د هيواد د اپوزیشن مشرانو په شمول ګڼ مظاهره کوونکي نيولي دي. په دوی کې د ولسمشر ويلاديمير پوتين مخالفه سياسي ډلې (Russian Left Front) مشران سرګي اودالتسوف او اليګزي نوالني هم شامل دي. نوالني په يوه ورځ کې په دويم ځل نيول شوی دی.

سرګي اودالتسوف بيګا د شپې ناوخته د مسکو په مرکز کې هغه لسګونو مظاهره چيانو ته چې ”روس بې له پوتينه “ چيغې يې وهلي، وويل: ((مسکو د پوتين خلاف ده. مسکو د غلو او خاينینو خلاف ده. موږ به يې ګټو. روس بغير له پوتينه! روس بفير له پوتينه! روس بغير له پوتينه!))

په داسې حال کې چې اودالتسوف د پولیسو له خوا روان کړل شو، هغه مظاهره چيانو ته وويل چې د چارشنبې په ورځ د هغه نورو مظاهره کوونکو سره يوځای شي چې د مسکو په کوڅو کې به احتجاج کوي.

د يادونې وړ ده چې روسي چارواکو د مئ له شپږمې نيټې راهيسې، له کله چې ولاديمير پوتين بيا د روس د ولسمشر په توګه سوګند پورته کړی، اوه نيم سوه مظاهره چيان نيولي دي.

پوتين پخوا هم له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۰۸ کاله پورې دوه ځله په مسلسله توګه د روس ولسمشر پاتې شوی. بيا يې پرځای د هغه وزيراعظم ديميتري ميديدوف ولسمشر او پوتين وزيراعظم شو. او په داسې حال کې چې پرون د روس پارليمنټ ديميتري ميدوېدېف د روسي وزيراعظم په توګه تاييد کړ، دواړو يو ځل بيا سره چوکۍ بدلې کړي. د واک ټينګولو له وجې ګڼو خلکو د روسي حکومت خلاف مظاهرې پيل کړي دي. پويتن د دوشنبې په ورځ د سوګند پورته کولو سره سم ميديدوف خپل وزيراعظم نومولی وو او د هغه له تاييد وروسته وويل: ((باور لرم چې د روسي فيډریشن نوی چيرمين به د پارليمنټ د ټولو ډلو سره کار کوي او حکومت به د هرچا خبره اوري.))

د پوتين مخالفه، سرګي اودالتسوف وايي چې دوی به د ډيموکراسۍ لپاره خپلې هلې ځلې نه پريږدي.

د یو بل خوا د امريکه د بهرنيوو چارو د وزارت وياند، مارک ټونر پرون وويل چې امريکا د روسي امنيتي ځواکونو له خوا د سوله ييزو مظاهره چيانو په نيولو خفه ده او له روسي چارواکو يې وغوښتل چې د بيان ازادي دې ازاده پريږدي.
XS
SM
MD
LG