د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه نیول شوي


په کابل کې افغان چارواکو د ایران د نیم سرکاري خبري ایجنسۍ بیورو چیف عبدالواحد حکیم په دې تور نیولی چې دافغان حکومت خفیه مالومات یې ایران ته په ډاګه کړي دي.
په کابل کې افغان چارواکو د ایران د نیم سرکاري خبري ایجنسۍ بیورو چیف عبدالواحد حکیم په دې تور نیولی چې دافغان حکومت خفیه مالومات یې ایران ته په ډاګه کړي دي.

افغان چارواکو دایران لپاره د جاسوسۍ، په تور دوه کسان نیولي دي چې په افغانستان کې یې دتره ګرو بریدونو ترسره کولو هڅه کوله. مشال ریډیو ته له یوې نا څرګندې استخباراتي سرچینې یوه ویډیو ترلاسه شوي چې پکې دغه دوه افغان وګړي سید کمال او سید حسېن اعترافِ جرم کوي.

دې دواړو کسانو منلې دوي د سپاهِ محمد غړی وو چې دافغان کډوالو یوه ډله ده او په ایران کې ورته ددغه هېواد انقلابي ځواک تربیت ورکړې. دغه ویډیو کې کمال یوه آله ښيي.
((دا دوخت کره کولو کولو یوه برقي آله ده، دا ډیره حساسه ده چې ورسره تړاؤ لرونکي یو شمیر نورو اوزارو لپاره مرکزي کردار ترسره کوي. په دې کې په یو وخت باندې د ښار په بیلا بیلاو برخو کې دبمي چاؤدنو لپاره وخت ټاکل کیدلای شي او د هرې چاودنې لپاره مختلف وختونونه مقررېدای شي.))

سید کمال زیاتوي چې ددې آلې په مرسته له لسو تر شلو پورې بمونه کنټرولیدلای شي.
ددې ډلې غړي د بریدونو ترسره کولو او د استخباراتی مالوماتو تر لاسه کولو لپاره بیرته افغانستان ته استول شوي وو. دا ګرفتاریانې په داسې حال کې وشوې چې درپوټونو ترمخه په کابل کې افغان چارواکو د ایران د نیم سرکاري خبري ایجنسۍ بیورو چیف عبدالواحد حکیم په دې تور نیولی چې دافغان حکومت خفیه مالومات یې ایران ته په ډاګه کړي دي.
XS
SM
MD
LG