د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له نوې سره فېډرېشن جوړولو ته ضرورت لري





سرچینه:- ً دي ایکسپریس ټربیون ً ورځپاڼه

ژباړه:- بوریوال کاکړ

د پاکستان د انګریزي ژبې ورځپاڼې ً دي ایکسپریس ټربیون ً په پاکستان کې د نویو صوبو د جوړېدو په اړه د لیکوال رسول بخش ریس یوه مقاله خپره کړېده. د دې مقالې سرلیک دی چې د فیډرېشن له سره جوړول. د دې لیکنې په یوه برخه کې راغلي دي چې په پاکستان کې د نویو صوبو په اړه سیاست به په دې ملک کې د راتلونکو کلونو یا لسیزو د سیاست بڼه څرګنده کړي.

لیکوال رسول بخش ریس د دې مقالې په پیل کې لیکي چې د اتلسم ترمیم تر منظورۍ وروسته په پاکستان کې د نورو صوبو لپاره ږغونه د پخوا په پرتله په زوره شوي دي.

او داسې هم لیدل شوي دي چې ډلې او سیاسي ګوندونه غوښتنه کوي چې که نور صوبې نه وي نو لږ تر لږه پنجاب دي په وړو یونټونو کې ووېشل شي.

لیکوال لیکي چې د دې موضوع یانې په پاکستان کې د نویو صوبو د جوړېدنې په اړه درې وجوهات د پام وړ دي.

دی لیکي ، لومړی دا دی چې واک صوبو ته انتقال کړل شي. دا د صوبو د خپلواکۍ د پلویانو یو خوب وو او د هغو سیاسي کړیو یو یوه زړه غوښتنه وه چې په پاکستان کې د خپلو حقونو لپاره هلي ځلي کوي.

د لیکوال په لیکنه ، دویمه وجه په صوبو کې له نسلي اکثریت او اقلیت سره تړلې ده. دی زیاتوي چې په دې اړه بحث کېدای شي چې دغه خلک چې له پېړیو یو له بل سره اوسېدلي دي نو اوس ستونزه څه ده؟

لیکوال پر مخ لیکي چې ستونزه دا ده چې اوس پاکستان بدل شوی دی او په دې ملک کې د صوبو نسلي بڼه هم بدله شوې ده. او کوم څه چې بدلون رامنځ ته کړ هغه د پښتنو د نامه په پام کې له نیولو سره د هغوي د صوبې نوم بدلول وو.

نوموړی په پاکستان کې د نویو صوبو د جوړېدنې دریمه وجه دا په ګوته کوي چې ګواکې په دې ملک کې جمهوریت غوړېدلی دی کوم چې خلکو ته داسې موقع ورکړېده چې خپل نسلي شناختونه بدل او یا هم له سره وټاکي او له دې سره خپل حقونونه تر لاسه کړي.

دی لیکي چې جمهوریت تل د حقونو لپاره وي او جمهوري سیاست هم تل ټولنیزو ډلو ته د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره زیات ځای ورکړی دی او په دې کې د هغوي د نویو صوبو جوړول هم راځي.

رسول بخش ریس لیکي چې دا ویل به تر وخت له مخه وي چې فیډرېشن به کله له سره جوړېږي ، هغه ځکه چې د دې لپاره د هغه په وینا د ټول پاکستان په کچه اتفاق په کار دی.

که چیري داسې کیږي هم نو یوازې به په پنجاب کې نه وي او د لیکوال په خبره دا ویل به پر ځاي وي چې په پاکستان کې د نویو صوبو په اړه سیاست به په دې ملک کې د راتلونکو کلونو یا لسیزو د سیاست بڼه څرګنده کړي .
XS
SM
MD
LG