د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په نښتو کې ۱۲ مړه ۴۵ ژوبل




په قبایلي سیمه شمالي وزېرستان کې د امنيتي سرتېرو او وسله والو تر منځ د تېرو دوه ورځو په نښتو او د وسلو په يو مارکېټ د ګولۍ د راپريوتو پيښې له کبله د څلور مېرمنو په ګډون دولس کسان وژل شوي او پنځه څلويښت نور ژوبل شوي دي.

ځايي خلکو مشال ريډيو ته ويلي چې پرون ناوخته پورې هم د جنګي هېلې کاپټرو بمباري روانه وه چې په کې ځینې ګولۍ په ولسي ابادۍ هم راپريوتې دي ، دغه رنګ يوه ګولۍ د وسلو په يو مارکېټ راپرېوته چې له وجې يي غټه چاودنه وشوه او ټول مارکټ اور واخیستو ، په دې کې يوسل اتيا دکانونه سوځېدلي دي . د وسلو مارکېټ مشر جلال خان مشال راډيو ته ويل چې په دې پيښه کې دوه ماشومان هم وژل شوي.

ياده دې وي چې دا نښتې له هغې وروسته رامنځ ته شوي چې د تېر اتوار په ورځ نا څرګنده وسله والو په امنيتي سرتېرو بريد وکړو.
XS
SM
MD
LG