د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسي وګړو د وژنې مخه باید ونیول شي. کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د ګل په ورځ د ناټو قومندان او د امريکا سفير رابللي وو او ورته يي خبرداری ورکړو چې په پوځي عملياتو کې د ولسي وګړو وژنې د امريکا او افغانستان ترمنځه لاس ليک شوی تړون له خطر سره مخامخولای شي.

د ولسمشر کرزي دفتر لخوا په يو بيان کې ويل شوي چې د روانې مياشتې د پنځمې نېټې راهسې په کاپيسا ، لوګر ، بادغيس او هېلمند ولايتونو کې د ناټو په هوايي بريدونو کې په لسګونه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د باد غيس ولايت په بالامرغاب کې ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي د ناټو لخوا په بمبارۍ کې خواشا ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي چې زياتره په کې ميرمنې او ماشومان دي .


حامد کرزي خبرداری ورکړی که چرې افغان ولس ځان خوندي نه احساسوي نو بيا د امريکايي ولسمشر براک اوباما سره تېره اونۍ د ده لاس ليک شوی ستراتیژیکي تړون به خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

دا تړون په دوه زره څوارلسم کال کې د نړيوال ځواکونو د وتو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه دی. د ناټَو يو وياند ويلي دي په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مشر جان الېن ژمنه کړې چې هغوی به په بشپړه توګه د دې پيښو تحقيقات کوي او د هغې رپورټ به ولسمشر حامد کرزي ته ورکوي.
XS
SM
MD
LG