د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا سره د نژدو اړیکو په باب د پوتین نوی فرمان


د روس نوی ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روس نوی ولسمشر ولادیمیر پوتین
د مشال مرکزي څانګې رپوټ

منورشاه - مشال راډيو

پراګ:- دروس ولسمشر ولادیمیر پوټین د مۍ په ۷مه نیټه د لوړې اوچتولو څو ګنټې وروسته یو قانون لاس لیک کړ چې وايي له امریکا سره ښه تعلقات ساتل غواړي خو دروس په کورنیو مسلو کې به د واشنګټن مداخلت ونه زغمي، او ددې خبرې ضمانت غواړي چې د امریکا او نېټو لخوا د میزایلو دفاعي نظام د روس خلاف نه دی.

په دې فرمان کې ویل شوي چې روس له امریکا سره خپله همکاري په حقیقي سطح سټریټیجیکي تعلقاتو ته رسول غواړي چې پر برابري او خپلمنځي احترام ولاړ وي.

دا فرمان د امریکا ولسمشر براک اوبامه لپاره یو پیغام دی چې دروانې میاشتې په آخرو کې جي اته (G-8) او د نیټو دغونډې وړاندې ورته ورسیږي.

په یورپ کې دامریکا د فاعی میزایلو دا پلان به د ۲۰۲۰ م کال پورې ترسره شي چې د سرکښه ریاستونو لخوا د ممکنه برید مخ نیوې به کوي، خو روس وايي چې د ۲۰۱۸م کال پورې به دروس میزایلي نظام د دغه دفاعي نظام په واټن یا رینج کې راشي . دا راز د روسي پوځ د مشر جنرل نیکولای مېکا روف په حواله ویل کیږي چې که په دې منصوبه کار روان وي نو روس په یورپ کې ددغه دفاعي نظام /وار د مخه په نښه کولو باندې هم غور کوي.

خو د امریکا د خارجه چارو د دفتر ویاند مارک ټونر په دې اړه وېلي چې ددې دفاعی نظام په قایمولو به د هېوادونو ترمنځه سټریټیجیکي توازن نه خرابیږي.

[دروس لپاره د میزایلو د دفاعي نظام خلاف د پوځي ګامونو پورته کولو هیڅ جواز نه جوړیږي ځکه چې دغه نظام د روس او امریکا ترمنځ په سټریټیجیکي توازن هیڅ اثر نه غورځوي. دې معاملې ته چې کوم خلک ګوري نو هغوی په عامه توګه دا راز خبرې کوي خو موږ د کلونو راهیسې په واضحه توګه دا وېلی چې ددې له مخه د روس د دفاع د کمزوري کولو هیڅ اراده، خواهش او یا صلاحیت نه لري]

د ولسمشر پوټین لخوا لاس لیک کړې شوی دغه فرمان کې دا هم ویل شوي چې روس به دخپلو هغه وګړو خلاف د امریکا د یو اړخیز ګامونو مخ نیوی کوي چې په جیل کې دیو روسي وکیل په وژنه کې تورن دي او امریکا يي کانګریس کې د هغوی د اثاثو منجمدولو او ورته د امریکا ویزې د نه ورکولو په اړه خبرې اترې روانې دي. له دې وړاندې هم روس ویلي وو چې دغه ګامونه به ددواړو هېوادونو تعلقات متاثره کوي.

ددې تر څنګ دروس ولسمشر ولادیمیر پوټین د خپل الیکشن کمپاین پر مهال ویلي وو چې امریکا د هغه مخالیفینو ته مالي مرستې ورکوي. دا دعوا امریکا په بیا بیا رد کړې ده.

په دې نوي لاسلیک شوي فرمان کې د منځني ختیځ په اړه او په خاص توګه د شام په حواله د روس د خارجه پالیسۍ ذکر هم شوی دی چې پکې د وړاندې په څیر د شام د ولسمشر بشارال اسد سره د ملاتړ جاري ساتلو وېنا شوې. په شام کې د څوارلسو میاشتو راهیسې روان پاڅون او تشدد په نتیجه کې مغربي هېوادونه له بشرالاسد نه غوښتنه کوي چې واک پریږدي.
XS
SM
MD
LG