د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان باید د ترهګرو ضد کوټلي ګامونه واخلي"


هند: د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن له خپل هندي سیال اېس اېم کریشنا سره ګډ خبري کنفرانس کوي
هند: د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن له خپل هندي سیال اېس اېم کریشنا سره ګډ خبري کنفرانس کوي

ګل ایاز ـ مشال راډیو

پراګ:- د امريکا د بهرنو چارو وزيري هليري کلنټن ويلي پاکستان دې بايد د ترهګرۍ پرضد نور ګامونه پورته کړي.

د هند د دورې پرمهال په نوي ډيلي کې خپل هندي سيال ايس ايم کرشنا سره په خپله ګډه خبري غونډه کې هيلري کلنټن وويل، په هغه ترهګرو ډلو پسې دي چې امريکا او په افغانستان کې یې ملګرو هيوادونو ته ګواښ راڅېرمه کړی دی. هغې زياته کړه چې له هند سره د ترهګرۍ پرضد جګړه کې همکاري کوي.

میرمن کلنټن په پاکستان کې د مشکوکه ترهګرې ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید انصاف ته د مخامخولو په باب زیاته کړه.

((انصاف ته د رسايي پروګرام لاندې موږ د هغه پر سر د لس میليونه ډالرو انعام اعلان کړی وو. دي سره به حافظ سعيد چې د ممبي بريدونو کې کردار درلود ونيول شي او يا محکمه شي. له دې نه زموږ د سنجيدګي څرګندونه کيږي چې ذمه وار کسانو ته سزا ورکړل شي.))

د ترهګرۍ ضد جګړې په ترڅ کې د پاکستان د رول په اړه ه هليري کلنټن وويل چې نه يواځي امريکا بلکې ټول په دې خبره سلا دي چې د سخت دريځۍ پرضد جګړه پکار ده.

((موږ له نور کار کول پکار دي. موږ دې ته ګورو چې د پاکستان حکومت به نور ګامونه پورته کړي. دوی (پاکستان) دې دا خبره باوري کړي چې خاوره به يې د ترهګرو بريدونو د مرکز په توګه نه استعماليږي، ان که هغه په پاکستان کې دننه هم وي. دا يو دردناک حقیقت دی چې په پاکستان کې دننه ترهګرو له ۳۰ زره زيات ولسي وګړي وژلي دي.))

ميرمن کلنټن د هند د دوري پر مهال تيره ورځ ويلي وو چې د القاعده مشر ايمن الظواهري په پاکستان کې پټ دی خو د پاکستان د بهرنو چارو وزيرې حنا ربانی کر په ځواب کې ويلي چې القاعده د دوی ګډ دښمن دی او که چري امريکا سره د دې خبري ثبوت وي نو له پاکستان سره دې شريک کړي.

د ايران په اړه ميرمن کلنټن پخپلو څرګندونو کې وويل چې له دغه هيواد سره خبرې اترې پيل شوې دي او تر هغې به دوام ولري چې یو پرامنه هواري ته ورسي.

په دې موقع د هند د بهرنو چارو وزير ايس ايم کرشنا وويل چې د پاکستان له اړخه د ترهګرو پر ضد د سختو ګامونو د پورته کولو ضرورت دی چې پکې د ممبۍ بريدونو کې د ککړو کسانو پر وړاندې کاروايي هم شامله ده.
XS
SM
MD
LG