د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده غوښتنې به و نه منو: امريکا


پاکستان:- د القاعده مطبوعاتي څانګې، السهاب د امریکايي برمته کس وارېن ویسنسټین ویډیو ښودلې چې امریکايي ولسمشر براک اوباما ته وايي د القاعده غوښتنې دې ځواب کړي که نه نو دی به ووژني.شپږمه مې ۲۰۱۲
پاکستان:- د القاعده مطبوعاتي څانګې، السهاب د امریکايي برمته کس وارېن ویسنسټین ویډیو ښودلې چې امریکايي ولسمشر براک اوباما ته وايي د القاعده غوښتنې دې ځواب کړي که نه نو دی به ووژني.شپږمه مې ۲۰۱۲
هارون باچاـ مشال راډيو

واشنګټن:- القاعده ترهګرې شبکې په اېنټرنيټ د خپرې کړې يوې وېډيو په ترڅ کې د وارن وينسټن په نوم يو امريکا يي تن ښودلی چې تېر کال د اګست په مياشت کې د پاکستان له لاهور ښاره تښتول شوی وو- نوموړي د امريکا ولسمشر براک اوباما ته په خپل پيغام کې ويلي : ((زما مرګ او ژوند ستا په لاس کې دي- که د القاعده غوښتنې دې ومنلې نو دوئ به مې پرېږدي، که نه نو و به مې وژني-))

د ۷۰ کلن وينسټن په اړه راپورونه وايي چې ده په لاهور ښار کې د امريکا د يوې غير دولتي ادارې د مشر په توګه ځايي کاروباري شرکتونو او حکومتي ادارو ته مشورې ورکولې-
د القاعده مشر ايمن الظواهري پروسږ کال په دسمبر مياشت په خپل يو ویډيويي پيغام کې امريکا ته ويلي ول چې که په افغانستان، پاکستان، سوماليه او يمن کې هوايي بريدونه کول ودروي نو په بدل کې به وينسټن پرېږدي- الظواهري دغه راز د نړۍ په زندانونو کې له القاعده او طالبانو سره د تړاو په تور د بندي کړل شويو کسانو د ازادولو غوښتنه هم کړې وه-

ايسوشي ايټيډ پريس اژانس د ساييټ په نوم د يوې استخباراتي ډلې، چې د تروريستانو د اېنټرنيټي پیغامونو څارنه کوي، په حواله ليکي چې د وينسټن وېډيو د القاعده مطبوعاتي څانګې السهاب خپره کړې ده- اژانس زياتوي له وېډيو تر خپرېدو وروسته يې د امريکا په ميرۍ لينډ ايالت کې د نوموړي له کورنۍ سره د ټيليفون له لارې د رابطې کولو کوښښ وکړ خو بريالي نه شول- اژانس په عين وخت کې په بریتانیيا کې د وينسټن د يوه کاروباري ملګري مايک ريډووډ له خولې لیکي چې وايي ما شکر ویوست چې خپل دوست مې روغ رمټ و ليدلو-

راپورونه وايي د وينسټن له برمته کېدو وروسته د ده کمپنۍ ويلي وو چې نوموړی د زړه په ناروغۍ اخته وو او د ده د دارو درملو تفصيل يې هم په دې غرض مطبوعاتو ته ورکړی وو چې برمته ګر(اغواکاران) به يې علاج جاري وساتي-

وينسټن په خپل پيغام کې ويلي ((زه غواړم زما مېرمن ايلين خبره شي چې زه جګ جوړ يم، خپله دوا خورم او دلته مې خيال ساتل کېږي-))

د القاعده د دغه وېډيويي پيغام په ځواب کې د سپينې ماڼۍ وياند جی کارني وويل که څه هم د ولسمشر اوباما اداره د تښتول شوي امريکايي تن د خونديتوب او هوساينې له امله اندېښمنه ده، خو له القاعده سره خبرو کولو ته به کله هم غاړه کښې نه ږدي- نوموړي زياته کړه فکر نه کوي چې اوباما به وېډيو کتلې وي، خو ټينګار يې وکړ چې د امريکا حکومت به د وينسټن د راخلاصولو خپلو هڅو ته دوام ورکړي-

اخوا د امريکا په خارجه وزارت کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې د دې وزارت وياند مارک ټونر که څه هم د خپلې دعوې تصديق و نه شو کړای، خو و يې ويل، حکومت يې باوري دی چې وينسټن د پاکستان په ناقانونه قبايیلي سيمه کې پټ ساتل شوی دی- نوموړي دا هم په ډاګه کړه چې د وينسټن د دوسيې په پلټنو کې امريکا او پاکستان يو له بل سره همکاري کوي-
د القاعده په وېډيو کې يو امريکايي تن په داسې حال کې د مرګ له خطر سره مخامخ ښودل شوی چې د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د دې ترهګرې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د امريکا د خاصو ځواکونو د لاسه د وژل کېدو لومړنی کال پوره شو- په دغه موقع امريکايی چارواکو او کتونکو په خپلو څرګندونو کې د القاعده د کمزوري کېدلو له امله د محتاطانه ډاډ په ښودلو ياده ډله لا هم د نړۍ د امن پر وړاندې د يو لوۍ خطر په توګه ياده کړه-
XS
SM
MD
LG