د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان پوځ یوه سرتېري يو بهرنۍ سرتېرى وژلى دى.



سید شاه سقیم

کندهار : افغان چارواکي وايي چې د افغانستان په هېلمند ولايت کې د ملي اردو د سرتېري په جامه کې يو کس پر بهرنيو سرتېرو ډزې کړې دي او يو تن يې وژلى دى . د چارواکيو په خبره په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى هم وژل شوى دى.

چارواکي وايي، پېښه د هېلمند د مارجې ولسوالۍ په ترخه ناوره سيمه کې د ايساف او ملي اردو د دوو تنو سرتېرو تر مېنځ له لفظي شخړې وروسته شوې ده .

د هېلمند د والي وياند داوود احمدي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ملي اردو يو تن سرتېري پر بهرني سرتېري ډزې کړې دي چې له امله يې د ايساف سرتېرى وژل شوى او په ځوابي ډزو کې د ملي اردو سرتېري هم ژوند له لاسه ورکړى دى .

احمدي وايي تر اوسه پورې لا پېښه سمه ده نه څېړل شوې ده چې لفظي شخړه ولې شوې ده خو وايي د څېړنې په موخه سيمې ته يو پلاوى لېږل شوى دى.

(( د ملي اردو او ايساف سرتېرو په خپل مېنځ کي لفظي شخړه کړې ده. بيا وروسته د ملي اردو سرتېري ډزې کړې دي او يو تن بهرنى سرتېرى يې وژلى دى. خو د بهرنيانو په بريد کې د ملي اردو سرتېرى هم وژل شوى دى. تر اوسه د شخړې لامل نه دى مالوم خو د څېړنو په موخه يو پلاوى سيمې ته تللى دى ))

په افغانستان کې مېشتو ايساف سرتېرو هم منلې ده چې د افغانستان په جنوب کې يې په يو سرتېري د ملي اردو په جامه کې يو تن وسله وال بريد کړى دى .

ايساف سرتېرو مشال راډيو ته په رالېږله شوې خبرپاڼه کې هم ويلي دي چې سرتېرى يې وژل شوى او په ځوابي ډزو کې بريد کوونکي هم وژل شوى دى خو دا يې نه دي ويلي چې بهرنى وژل شوى سرتېرى د کوم هېواد اوسېدونکى وو

په هلمند کې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي.
څۀ موده وړاندې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې هم يو تن د ملي اردو سرتېري پر بهرني سرتېرو وسله وال بريد کړى وو .
XS
SM
MD
LG