د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: له نښتو ګڼه مرګ ژوبله اوښتې



په شمالي وزير ستان کي چارواکی وايي چي د تيري ورځي د غرمي نه تر شپي ناوخته پوري د امنييتی ځواکونو او د وسله والو طالبانو تر مينځ په نښتو کی د ولسي وګړو په شمول ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۷ نور زخميان شوي دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د ادارې آی ايس پي آر او ځايي چارواکو د وينا تر مخه تيره شپه د د ميرام شا بازار سره نزدې په امين چيک پو ست باندې وسله والو بريد وکړ، چي پکې ۱۰ پاکستاني امنييتي سر تيري وژل شوي او ۱۷ نور زخميان شول.

د مشال ريديو د خبر يال د وينا تر مخه په ياده شوی سیمه کی دا انښتي هغه وخت پیل شوې چی کله پرون غرمه د پاکستاني پوځ يو کاروان باندي ناڅرګنده وسله والو بريد وکړ.

په شمالي وزير ستان قبايلي سيمه کی د حافظ ګال بهادر په مشري کې وسله وال طالبان، او حقاني شبکې سره اړه لرونکي وسله وال شتون لري.

د مشال خبر يال وايي چی دا مهال په سيمه کی ګرځبنديز دی ، او وړې لويې لارې او بازارونه تړل شوې دي.
XS
SM
MD
LG