د لاسرسي ځای

تازه خبر

سحر ګل دولس او عدالت نه انصاف غواړي


سحرګل، یوه افغانه چې د زور زیاتي ښکار شوې، د انصاف غوښتونکې ده
سحرګل، یوه افغانه چې د زور زیاتي ښکار شوې، د انصاف غوښتونکې ده
فرخنده وزیر/ پراګ


ایسوسي ایټډ پریس په یو رپورټ کې دیوې ځوریدلې افغانې نجلۍ سحر ګلې په اړه معلومات خپاره کړي،دچاسره چې زور زیاتی شوی، او عدالت په دې تور کې د هغې سخر او خواشي دواړو ته دلسو لسو کلونو سزا هم اورولې ده،خو نوموړې وايي، په دې سزا مطمینه نه ده او انصاف غواړي.

پنځلس کلنه سحر ګل چې خپل سخر، خواښې او خاوند تر شپږو میاشتو پورې د کور په تاخانه کې قید ساتلې وه، د لاسو پښو نوکان یی ترې لر کړي وو، ګوتې یی ورله ماتې کړې وې، او ګرمه استرې یې د دې په مخ ګرزوله ، چې دا شان دا جنسي ناوړه کارونو ته مجبوره کړي ، او د دوی لپاره پیسې وګټي. کله چې په دې اړه د دې یو تره ته مالومه شوه، نو پولیس چارواکو ته یې خبر ورکړ ، او دا شان دا یې راخلاصه کړه.

په کابل کې په خپله فیصله کې جج صبغت الله راضي وویل، د سحر ګل خاوند، سخر، خواښې او اندرور هر یو ته د لسولسو کلونو قید سزا ا وروي، او د هغې خاوند چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې کار کوي، دا وخت تښتیدلی ، او چې کله ونیول شي دغه سزا به ورته ورکړل کیږي.

ایسوسي ایټډ پریس وایي سحر ګل چې د دغه فیصلې پر وخت موجوده وه، دا یې غوښتل چې د دې سخرګنۍ ته دې سخته سزا واورول شي.

نوموړې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقوقو خوندي ساتلو د یوې ادارې په مرسته، په عدالت کې اپیل داخل کړی، چې باید دې سره چا هم زور زیاتې کړی، هغوي ته دې سخته سزا ورکړل شي.

په افغانستان کې د ښځو د حقوقو لپاره یوه کارکونکې هما ساپۍ وایي، دوی د عدالت د فیصلې نه ندي خوشحاله او اپیل به کوي.

د پنځلس کلنې سحر ګل دا وخت علاج روان دی، د هغې د کیس رامخې ته کیدو وروسته، په نړۍ کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو د حقوقو او دوی سره د ټولنې د رویې په اړه بحث پیل شوی، چې په دغه هیواد کې زیاتره نجونې یا خو د پنځلسو کلو او یا دې نه هم په کم عمر کې ودیږي،چې زیاتره د سخرګنۍ لخوا د تشدد هم ښکار کیږي.

ایسوسي ایټډ پریس لیکي په ۲۰۰۱ کال کې چې کله امریکا په افغانستان حمله وکړه، او د طالبانو حکومت یې وپرزولو، نو په دغه هیواد کې د ښځو د ژوند وضع په ښه کیدو شوه، خو د جنګونو او ټولنیزو مسلو له وجې اوس هم نجونې او ښځې په ژوند تیرولو کې یو شمیر مشکلات لري .

هما ساپۍ چې د سحر ګل علاج هم کوي، وایي دا ډیره بهادره جینۍ ده، کله چې دوی ته د علاج لپاره راوستل شوه، نو خبرې یي هم نشوای کولی، خو اوس دومره ښه شوې، چې په عدالت کې یې د ټولو خلکو په مخکې وویل ، دا انصاف غواړي.


XS
SM
MD
LG