د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار د زندانيانو اعتصاب پاى ته ورسېد.


کندهار: د کندهار زندان یو تصویر
کندهار: د کندهار زندان یو تصویر
سید شاه سقیم- مشال راډيو

کندهار:ـ د کندهار دولتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په لوى زندانان کې يې د بنديانو له خوا د پيل شوي دي اعتصاب د ختمولو په موخه د بنديانو ځينې غوښتنې منلې دي او دا مهال اعتصاب پاى ته رسېدلى دى. د کندهار په زندان کې بنديانو له څلورو ورځو راهسې پر دولتي چارواکيو د خپلو غوښتنو د منلو د پاره د لوږې اعتصاب کړى وو.

د کندهار دولتي چارواکي وايي چې تېره شپه يې د کندهار زندان د سياسي بلاک د بنديانو ځينې غوښتنې منلې او دا مهال د بنديانو د لوږې اعتصاب هم پاى ته رسېدلى دى.

د ياد زندان سلګونو بنديانو څلور وړاندې پر وخت د دوسيو د نه څېړلو، کابل ته د زندانيانو د لېږدولو او ځينې مذهبي نسخو ته د سپکاوي په غبرګون کې د نه خوړولو اعتصاب پيل کړى وو .

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې تېره شپه يې د سياسي بلاک د بنديانو ځينې غوښتنې منلې او تر ځينو يې بيا اعتصاب کوونکي بنديان ور تېر شوي دي .

دى وايي د بنديانو د لوږې اعتصاب دا مهال پاى ته رسېدلى دى.

(( اعتصاب تېره شپه پاى ته رسېدلى دى. د بنديانو ځينې غوښتنې وې چې مونږ ورسره ومنلې يوه يې د تشنابونو کمولاى وو ، به يې په جومات کې د يخې هوا د پاره د پنکو او ( اې سي ) نه شتون وو او بله يې پر وخت د دوى د دوسيو نه څېړل وو چې دا ټولې ورسره دولت ومنلې او دوى اعتصاب پاى ته ورساوو ))

تېره ورځ د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون ځيني غړي اندېښمن وو چې که په کندهار زنديان کې د بنديانو اعتصاب نور هم دوام وکړي د بنديانو پر روغتيايي حالت به بدې اغېزې وکړي.
XS
SM
MD
LG