د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا و افغانستان د سټراټیژیک تړون مهم ټکي


کابل: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امریکا ولسمشر براک اوباما د دواړو هیوادونو ترمنځ پر اوږدمهالي سترټیژيک تړون لاسلیک کوي. .دمې دویمه نېټه ۲۰۱۲
کابل: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امریکا ولسمشر براک اوباما د دواړو هیوادونو ترمنځ پر اوږدمهالي سترټیژيک تړون لاسلیک کوي. .دمې دویمه نېټه ۲۰۱۲
ژباړه : ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه : مشال راډيو انګريزي څانګه

پراګ:- امريکا له افغانستان سره د مې په لومړی نيټه د ستراتيژيکي همکارۍ تړون لاس ليک کړ. خو پوښتنه دا ده چې دغه تړون څومره اهميت لري؟ ددې اندازه له دې خبرې څرګندېږي چې د امريکا ولسمشر براک اوباما پخپله کابل ته ولاړ او د دې نوي تړون له لاري يې افغانانو ته قوي پيغام ورکړو چې امريکا به په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو د ځواکونو وتلو وروسته هم افغانستان يواځي نه پريږدي. د تړون له مخې امريکا به تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغانستان سره پوځي او اقتصادي مرستې کوي.

دويمه پوښتنه دا اده چې د امريکا پوځي مرستې څه مانا لري؟ په دې برخه کې د تړون له مخې د ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي ځانګړو ځواکونو د موجودګۍ ژمنتيا نه ده ښودل شوې. خو امريکا ، افغانستان ته له ناټو بهر د غړي هيواد درجه ورکړې او کابل به د کورنیو ګواښونو او بهرنيو بريدونو څخه خوندي کوي.

په تړون کې دا نه دي ويل شوي چې د مرستو نوعيت به څه وي.؟

دريمه پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې به د امريکا د ځواکونو مستقبل څه وي؟ د دې ځواب دا دی چې امريکا به له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو روزنه او د وسلو ورکولو کار ته دوام ورکړي او ځيني ځواکونه به په دي هيواد کې پاتي شي.

دامريکايي چارواکو په وينا تر شل زره پورې ځواکونه به په افغانستان کې پاته شي.

څلورمه دا چې امريکا به کومي اقتصادي مرستي له افغانستان سره وکړي؟

امريکا ژمنه کړې چې د افغانستان پرمختيايي کارونو ته به دوام ورکړي. خو دا خبره تته ده چې مرستي به په کوم شکل کې وی.

پينځمه دا چې د نړيوالو مرستندويه ادارو او د افغانستان ترمينځ د مودو راهیسي په دې خبره اختلاف دي چې اقتصادي مرستي په کومو ځاينو کې مصرف کړل شي.؟ په تړون کې په دي خبره موافقه نه ده شوي خو کابل ته په دي برخه کې نور واک ورکړل شوی دی. په تړون کې تر ۵۰ فيصده پورې اختيار افغان حکومت ته ورکړل شوی چې اقتصادي او ولسي مرستي پخپله خوښه ولګوي.

شپږمه خبره دا چې دا تړون به له کله نه عملي کېږي.؟ دا تړون به د دواړو هيوادنو د پارليمان د منظورۍ وروسته عملي بڼه ولري. امريکا او افغانستان د روانې مې میاشتې په شلمه نيټه د شکاګو غونډي نه وړاندي تړون د لاس ليک کولو لپاره ډيره خواري کړي وه او که حالات سم وو نو پارليمان به د دې منظوري ورکړي. که چري داسې کيږي نو امريکا به په شکاګو کانفرس کې دا د يو ګته ور ګام په شکل کې وړاندي کړي او د ناټو نور غړو هيوادنو ته به له افغانستان سره دغه شان د همکاري مثال ورکړي.
XS
SM
MD
LG