د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې اوس هم مطلوب ترهګر موجود دي


ژباړه :ګل اياز،مشال راډيو
سرچينه : دي کينساس سټی سټار ورځپاڼه

دي کينساس سټی سټار (The Kansas City Star) کې ليکوال سعيد شاه ليکي چې د اسامه د وژل کيدو يو کال پوره شوی خو اوس هم پاکستان په خوښه او يا په ناخوښه د امريکا لويو دښمانانو، لکه د القاعده شبکي اوسني مشر ايمن الظواهري، د طالبانو مشر ملا عمر او سراج الدين حقانی ته پناه ورکړي ده.

امريکا د ترهګرۍ په لسټ کې د پاکستان يو اسلامی سخت دريځه حافظ سعيد نوم شامل کړی چې د نيولو لپاره يې د لسو ملينو ډالرو انعام د مارچ په مياشت کې اعلان کړی وو.
د څيړونکي په وينا په تير يو کال کې په پاکستان کې ډير لږ بدلون راغلی دې. د دغه هيواد امنيتي اداري د زرګونو عسکرو او د ولسی خلکو د قربانۍ باوجود اسلامي اورپکې يا خو برداشت کوي او يا يې بيا د بل چا پرضد د جګړې لپاره استعمالوي. د دي سربيره پاکستان د ځينو جهادي ډلو يعني (پاکستاني طالبانو) چې له القاعده سره تړاو لري پرضد جګړه کوي، خو په دوی کې ځينی د ښه طالبانو په صف کې شامل کړي دي.

په دي اوسنيو کې د ناقونانه ګرځولی شوې ډلې او د رياست حمايتي ملايانو، د دفاع پاکستان په نامه شورا جوړه کړي ده. ورځپاڼه د ليکوالي او څيړونکي عائشه صديقه په وينا وايي ((پاکستانيان په دي خبره فکر کوی چې دغه جهاديان د افغانستان نه په ۲۰۱۴م کال کې د امريکايي ځواکونو د وتلو وروسته د خپل مقصد لپاره وکاروی))
عائشه صديقه زياته وی ((۲۰۱۴م کال نږدې دی او تاسي د اسټبلشمنټ نه دا هيله نشۍ لرلې چې دوی به د جهاديانو پرضد څه کاروايي وکړي. د تير مي مياشت راهیسي هيڅ هم نه دي بدل شوي))

ورځپاڼه ليکي په پاکستان کې د ولسي حکومت پر امنيتي پاليسيو ډير لږ اثر وي. دا پاليسی استخباراتي ادارې او پوځ جوړوي. د ۱۹۸۰م کال نه د پاکستان پوځ د جهاديانو ملاتړ کوي او د خپلي جګړي لپاره استعمالوي. لومړی په افغانستان کې د شوروي اتحاد او په ۱۹۹۰ کال کې په کشمير کې د هند پرضد وکارول. د يولسم ستمبر پيښو وروسته د امريکا پخوانۍ ولسمشر جارج بش لخوا د دې دهمکۍ وروسته چې (تاسی له مونږ سره او که يا له دوي سره ملګری يې)، پاکستان په رسمي توګه د امريکا ملګرتيا وکړه خو په مبينا توګه يې په پټا د جهاديانو سره د مرستي پاليسی جاری وساتله.

ورځپاڼه ليکي د امريکا استخباراتی اداري په دي باور دي چې د القاعده مشر ايمن الظواهري په پاکستان کې پټ دی. د امريکا د قامی سلامتيا مرستيال سلا کار جان برینن له سی اين اين سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې الظواهری او د القاعده نور مشران د پاکستان په قبايلی سيمو کې پټ دي.

ورځپاڼه د يو څيړونکي امتياز ګل په حواله ليکي چې وایي ((اصلی ننګونې د القاعده ډلي نه نه دي بلکې د دفاع پاکستان ډلې نه دي. القاعده خوره وره شوي تحريک طالبان پاکستان په شان ډلې چې ولسي جرړې نه لري او پيسو لپاره جګړه کوي، خو په دفاع پاکستان شورا کې شامل حافظ سعيد په ولس کې اثر ونفوذ لري))
XS
SM
MD
LG