د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د حکومتي کنټرول کمزوری احساس


سرچینه: ایکسپریس ټریبیون
ژباړه:نجیب عامر

دپاکستان دپوځ لسګونه زره پوځیان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې پراته دي، او دوی ادعا کوي چې دسیمې واک ددوی په لاس کې دی، خو په ایکسپریس ټریبیون ورځ پاڼه کې لیکوال خا لد منیر لیکي چې د وزیرستان واک په ګڼو لاسونو کې دی، دی وايي په سیمه کې د پوځ د کمزورۍ احساس یوازې هغه چاته کیږي چې پخپله هلته ورشي.


دي ایکسپریس ټریبیون لیکي، کله چې په نولسمه پیړۍ کې انګریزانو وزیرستان ونیوو ، نو ډیر زر ورته دا معلومه شوه چې دوی د سیمې واکمن نه ، بلکه قیدیان دي.

خالد منیر زیاتوي، یوه پیړۍ وروسته، داسې ښکاري چې هلته هیڅ هم بدل شوي نه دي، یا لږ تر لږه ده شمالي وزیرستان ته د خپل لنډ سفر پرمهال داسې احساس کړې ده.

نوموړی لیکي دپاکستان د پوځ د تنبلۍ ( کمزورتیا ) احساس سړي ته هغه مهال کیږي چې د سیمې څخه پخپله لیدنه وکړي.

دی وايي وزیرستان یوه غرئیزه سیمه ده ، او دا ناممکنه ده چې هغه تکتیکونه ( جنګي چالونه ) پکې استعمال کړی شي، کوم چې په کشمیر کې په کار راوستل شوي وو، ځکه د غرو سرونه خوندي کړی شوي نه دي. له دې امله ، ګڼ شمیر ځایونه له کنټروله ، تش پاتې دي، او په هغو سیمو کې اورپکي په ازاد ډول ، د پولې پورې راپورې، تګ راتګ کوي.

خالد منیر لیکي داسې وګڼئ چې د وزیرستان کنټرول د هیچا په لاس کې نه دی، پوځ د ځینو وجوهاتو له امله، ددې سیمې په بشپړ ډول د نیولو لپاره، خپل پوره زور نه استعمالوي.
طالبان پخپلو منځو کې اختلاف لري، په ډلو ټپلو کې ویشل شوي او په ځینو سیمو کې یې خو خپل واک په پوره مانا بایللی دی.

لیکوال وايي ځايي وسیدونکو د حافظ ګل بهادر دهغه ګواښ پروا نه ده کړې چې، د یو پیغام پاڼې ( پمفلټ ) په واسطه یې خلکو ته ورکړی و چې د فرنټیر ورک ازګنایزیشن له خوا د تیریدونکي سرک په جوړولو کې دې برخه نه اخلي.

همدارنګه پوځ دبنو او میران شا ترمنځ په اونۍ کې یوازې یو وارې ، د ځانګړو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې تګ راتګ کوي، او دوی ترڅو پرې برید شوی نه وي، په اورپکو کار نه لري.

دلیکوال په باور ، میران شا اوس یو نړیوال ښار ګوټی جوړ شوی، ځکه چې د هر وطن اورپکي پکې د تحریک طالبان پاکستان ، په ګډون ژوند کوي.

نوموړی وايي په په دې قبایلي سیمه کې پو لیټیکل انتظامیه ، کم واک په لاس کې لري، او ځايي وسیدونکي د لاهور او د اسلام اباد د خلکو په شان، د ډرون بریدونو مخالفت نه کوي، ځکه دوی یې په اغیز تر هرچا زیات خبر دي.

دایکسپریس ټریبیون ورځ پاڼې په دې مقاله کې لیکوال خالد منیر په پای کې لیکي، د امریکا او ناټو د غوښتنو او د پاکستان د خپلو ګټو په تناظر کې دا اړینه ده چې د حقاني شبکې خلاف دې په سیمه کې عملیات وشي، خو دم ګړۍ ته دا کار شونی نه ښکاري.
XS
SM
MD
LG