د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه



ژباړه: بوریوال کاکړ، مشال راډیو

سرچینه: نیویارک ټایمز


امریکايي ورځپاڼه (نیویارک ټایمز) د یوه چارواکي له خولې لیکي چې د یکشنبې په ورځ د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې درې مشکوک اورپکي ووژل.

د ورځپاڼې په لیکنه ، دا له هغه وروسته د بې پیلوټه الوتکې لومړی برید دی چې د پاکستان پارلمان دوې اونۍ وړاندې د دې بریدونو د درولو غوښتنه وکړه.

ورځپاڼه د یو حکومتي چارواکي او یوه ځايي اوسېدونکي له خولې لیکي، دا برید د شمالي وزیرستان په مرکز میرام شاه کې د یوه سکول پر داسې ودانۍ تر سره شوی چې اوس د وسله والو په واک کې وو. او دا سکول د میرام شاه په داسې سیمه کې دی چې په کې په ګڼ شمېر خلک ژوند کوي.

ورځپاڼه لیکي، ګمان کېږي چې په دې برید کې وژل شوي وسله وال له حقاني شبکې سره ملګري پنجابي طالبان وو کومې چې د اپرېل پر ۱۵ نېټه په کابل او دوو نورو ښارونو کې د بریدونو یوه لړۍ تر سره کړې وه.

یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ورځپاڼې ته ویلي چې د هغه په فکر داسې ښکاري چې د سکول دا ودانۍ به د وسله والو د فعالیتونو یو مرکز وو.

نیویارک ټایمز د یوه ځايي اوسېدونکي له خولې لیکي چې دا د نجونو سکول وو چې څلور کاله وړاندې وسله والو له ورانولو وروسته پرې قبضه کړې وه.

په واشنګټن کې یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ورځپاڼې ته ویلي چې دا ودانۍ د القاعده ، حقاني شبکې او نورو وسله والو د تنظیم او فعالیت سیمه وه.

دې چارواکي ویلي چې په دې ودانۍ کې موجودو وسله والو په افغانستان کې د داسې بریدونو لپاره چاودونکي توکي جوړول لکه د اپرېل پر پنځلسمه چې تر سره شوي وو.

بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د بې پیلوټه الوتکې دا برید په کلکه غندله او ویلي یې دي چې پر دې مسله به په اسلام اباد او واشنګټن دواړو کې پر سفارتي کچه خبرې کوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د پاکستان پارلېمان د اپرېل پر دولسمه د بې پیلوټه الوتکو د برېدونو د درولو غوښتنه وکړه.

او امریکايي ولسمشر باراک اوباما د سیمې لپاره خپل استازی مارک ګروسمېن اسلام اباد ته ولېږدوي چې له پاکستانیو چارواکو سره د بې پیلوټه الوتکې د بریدونو، د ناټو لپاره د سامان وړلو د لارې د پرانستلو او د امریکا له خوا پاکستان ته د یو ارب ډالرو پوځي مرستو په اړه د لوړې کچې دوه ورځنۍ خبر اترې تر سره کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د ولسمشر اوباما اداره وايي چې دوي له پاکستانه سره پر ډېرو مسلو د خبرو اترو لپاره تیاري دي خو هغوی په دوامداره توګه د وسله والو طالبانو له خوا د پاکستانۍ خاورې پر کارولو غصه دي او دې ته نه دي تیار چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي .

ورځپاڼه د یو پاکستاني چارواکي له خولې لیکي چې په تېره اوونۍ کې امریکايي چارواکو خپلو پاکستانیو چارواکو ته ویلي چې ګواګې هغوي په میرامشا کې د برید پر وخت د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هلته مالوم کړی وو.

خو د پاکستان پوځ دا په کلکه ردوي چې ګواکې دوي د حقاني شبکې پر ضد په جګړه کې له نرمۍ کار اخلي.
XS
SM
MD
LG