د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جمرود کې چاودنه، ۲ وژل شوي، ۹ ژوبل


فرهاد شینواری، مشال راډیو

جمرود -
د پاکستان په قبایلي سیمې خیبر کې یوه چاودنه شوې ده چې په کې دوه کسان وژل شوي او ۹ ژوبل دي.

پېښه د جمرود د ملک اباد سیمې په تیرا اډه کې شوې ده.

د خیبر مرستیال پولیټیکل اېجنټ یا انتظامي مشر محمد جمیل مشال راډیو ته وویل، دا چاودنه په دې اډه کې ولاړ په یوه آلټو موټر کې شوې ده.

د ده په خبره، په دې ګاډي کې چاودونکي توکي له مخې اېښودل شوي ول.

جمیل وايي، دا سیمه یې تر پېښې وروسته په خپله ولکه کې واخیسته او ژوبل شوي کسان یې د پېښور روغتونونو ته وړي دي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۲ز کال په جنورۍ کې هم په جمرود بازار کې د تیرا زخه خېلو په یوه اډه کې چاودنه شوې وه چې په کې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل ول.

د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د زخه خېلو ځايي خلک وايي، دوی په تیرا کې له وسله والې ډلې لشکر اسلام سره په جګړه کې ښکېل دي.

د دوی په وینا، دا چاودنه ښايي همدې مخالفې ډلې کړی وي.
XS
SM
MD
LG