بشیر ګواښ، مشال راډیو
پراګ - د پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفير وايي د پاکستاني چارواکو سره به له خیبر پښتونخوا څخه د افغان کډوالو د ویستلو په اړه خبرې کوي.
د خیبر پښتونخوا يو صوبايي چارواکي ډي، سي، او سراج احمد خان هغه افغان کډوالو ته چې په پيښور کې اوسيږي او د ملګرو ملتونو سره رجسټرډ نه دي، په يوه مياشت کې د وتلو حکم ورکړ.
بل خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) وياندې دنيا اسلم خان مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې پاکستان د کډوالو د حقونو په نړيوال تړون لاسليک نه دی کړی او له همدې کبله په قانوني لحاظ هغه افغان کډوال ویستلی شي چې رجسټرډ نه وي.
په دې موضوع پوره رپورټ دلته واورئ: