د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پوځ او پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه


ژباړه: فرخنده وزیر

په ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه کې خالد احمد وایي، څنګه چې مالومه ده، په ۲۰۱۳م او ۲۰۱۴م کالونو کې به د افغانستانه نړیوال ځواکونه ووځي، او له دغې وروسته دا خبره ډیره مهمه ده، چې پاکستان به د کومو حالاتو سره مخامخ کیږي.

په پاکستان کې څیړونکي دا نظر لري، چې هند غواړي ددغه هیواد سره د ۲۰۱۴م کال وروسته د پرمختګ او بیا ودانۍ په کارونو کې مرسته وکړي، او د هند په افغانستان کې پاتیکیدل به دپاکستان لپاره هم د اندیښنې وړ خبره وي.


ورځپاڼه د هند د وزیراعظم من موهن سینګ د خولې لیکي ، چې دوی به د افغان ولس مرسته کوي، او لیکوال وایي ددغې بیانه داسې څرګندیږي، چې نوې ډیلي په کابل کې تر اوږدې مودې ایساریدل غواړي.

خالد احمد وایي که چیرې نړیوال ځواکونه د افغانستانه د وخت نه مخکې ووځي، نو کیدای شي، د افغان امنیتي ځواکونو ته د هغه اورپکو لخوا چیلنجونه زیات شي، چې په پاکستان کې موجودیت لري.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو مشر جنرل جان ایلن په دې وروستیو کې امریکایي کانګریس ته ووییلي وو، دوه لکه او دیرش زره تکړه افغان امنیتی ځواکونه به کافي وي، چې د ۲۰۱۷م کال وروسته د خپل هیواد په پوره ډول حفاظت وکړي، دا به تر ټولو زیاته د ځواکونو شمیره وي، چې دغه هیواد به یی ولري.

اخوا په دغه هیواد کې وسلوال طالبان چې شمیره به یي پنځه ویشت زره وي، او کیدای شي، د پاکستان له غاړې هم وسلوال ورسره ملګري شي، او نا قانونه ګرزول شوي تحریک طالبان پاکستان هم په راتلونکیو کې د ډیورنډ کرښی بلې غاړې ته حملې کولی شی.

او په دغه ټول عمل کې پنجابي طالبان هم راتللای شي، چې په کې ایشین ټاییګر په نوم اورپکې ډلې د وړاندې نه د حقاني ډلې سره خپل ملاتړ ښودلی.

او له دې سره سره، دفاع پاکستان کونسل چې په کې جماعت الدعوه هم شامل دی، مشر حافظ سعید یې وایي یوازې دی یو لک کسان جمع کولای شي.

لیکوال وایي، که دې ټولو حالاتو ته وکتلی شي، نو د وسلوالو شمیره هم زیاتیدای شي او وړاندې لیکي، په پاکستان کې وسلوالو طالبانو کې اوس مجرمانه ذهن لرونکي خلک زیات شوي دي ، چې پخوا به یی غلاګانې کولې اوس دغه کار د طالبانو د نوم لاندې کوي.
XS
SM
MD
LG