د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روزګان کې سېلاو، ۳۰۰ کورونه زیانمن شوي



سید شاه سقیم، مشال راډیو

ترینکوټ -
د افغانستان په روزګان کې د درو ورځو پرله پسې بارانونو او سېلابونو د دغه ولايت په مهراباد، شاه منصور، خيرو کاريز او ځينو نورو سيمو کې تر ۳۰۰ زياتې کورنۍ زيامنې کړې دي.

د يادو سيمو اوسېدونکي وايي چې په دې سربېره يې په کورنو د سېلابونو د ورتلو پر مهال د کورنيو ځينې غړي هم بې درکه شوي دي چې تر اوسه يې مړى ژوندى نه دى مالوم.

د دوى په خبره دا مهال يې د کورنو دېوالونه نړېدلي او د اوسېدو خونې يې له اوبو ډکې دي.

د سېلاب ځپليو کورنيو څو تنه غړي د اورښتونو او سېلابونه حال وايي:

(( زوى مي اوبو ته ور ووت تر اوسه نه يم خبر چې مړ [دی]، ژوندى [دی] که څنګه [دی] ))

((برايي داسې حال وو چې ښځې، سپين ږيري او کوچنيان لوڅې پښې غونډيو ته ختلي ول، اوس د څښلو اوبه لا هم نه لرو.))

((له کورو څخه يې خلاص کړو. کورونه ، سامانونه او مالومه يې ټول راڅخه وړي دي خالي ساده سرونه مو را ايستلي.))

((سېلاب چې راغى په سرايو اوبه را ننوتې ، خونې او ديوالونه يې ټول را ونړل موږ يې بيخې مخه نه شواى نيولاى، ټول منطقه يې په سر اخيستې وه اوس مو هم خونې له اوبو ډکې دي ))

(( يو څه اوړه مې لرل هغه په اوبو کې ډوب شول. کوچنيان مې له کوره را وايستل او په جومات کې مې ټاټ پرې هوار کړ. ښځواو کوچنيانو مي تر سهاره ژړل.))

د روزګان د امنيه قومندانۍ وياند فريد عايل وايي، د دوى د اټکل له مخې د درې سوه پېنځوس په شاو خوا کې کورنۍ د سېلابونو او بارانونو له امله زيانمنې شوې ده.

عايل وايي، تر اوسه پورې له سېلاب ځپليو سره يوه اندازه مرستې شوې خو وايي وروسته له دې به نورې مرستې هم ورسره وکړي.

(( په شاه منصور او ځينو نورو سيمو کې سېلابونو را وتلي دي چې له امله يې تر دريو سوو زيات کورونه زيانمن کړي دي خو زموږ پوليس پر وخت سيمې ته رسېدلي او خلک يې له اوبو څخه را ايستلي دي. تر اوسه پورې موږ کمپلې، ډوډۍ او ځينې نورو اړين سامانونه ورکړي دي او مرستې به مو ادامه ولري))

تېر کال د کندهار او زابل په ځينو ولسواليو کې د سېلابونو تر راتلو وروسته د بې ځايه شويو کورنيو سلګونه غړي په بېلابېلو ساري ناروغيو هم اخته شوي وو چې له امله يې لسګونه تنو ژوند له لاسه ورکړ.
XS
SM
MD
LG