د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مړو د سپکاوي په اړه امریکا بښنه غوښتې


د امریکا د دفاع وزیر
د امریکا د دفاع وزیر

فرخنده وزیر، مشال راډیو

پراګ -
اسوشي ایټډ پریس لیکي، د امریکا دفاع وزارت پیڼټاګان او سپینې ماڼۍ پر دې ډیر خفګان څرګند کړی، چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د وژل شوو اورپکو د مړو سره عکسونه ویستلي.

د امریکا دفاع وزیر لیون پانیټا وایي، د امریکا حکومت ، د دفاع وزارت د پوځیانو په دغه عکسونو بخښنه غواړي. په برسلز کې د نیټو د غونډې وروستو میډیا سره په خبرو کې پانیټا وویل، باید دغه عکسونه نوی چاپ شوی، ځکه چې دښمن د داسې کولو سره تشدد زیاتول غواړي. پانیټا په برلسز کې وویل،

(( په دغه عکسونو کې چې څنګ رویه ښودل شوې، دغه د امریکا د اوصولو او روایاتو خلاف ورزي څرګندوي. موږ داسې نه یو، دا د هغه ښځو او سړو ځواکونو چې هلته کار کوي ترجماني نه کوي))

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنی وایي، دغه کار دوی په سختو ټکو غندي.

دا په افغانستان کې داسې تازه پیښه ده، چې په دغه هیواد کې د امریکا نوم ته نقصان رسوي، او په داسې وخت رامنځ ته شوې ، چې کابل او واشنګټن په دې هڅو کې بوخت دي ، څنګ د وړاندې نه خرابې شوې اړیکي ښې کړي .

جې کارنې دا هم وویل، داسې عکسونه اخیستل په دغه هیواد کې د امریکایي ځواکونو د کار معیار نه څرګندوي ، او زیاتوی ولسمشر اوباما وایي، دوی به ددغه پیښې پلټنې کوي، او ذمه وارو ته به سزه ورکړل کیږي، او زیاته یي کړه ده ته دا مالومه نده ، چې اوباما دغه عکسونه کتلي دي او که نه.

دغه عکسونه د چارشنبې په ورځ لاس اینجلس ټایمز کې خپاره شوي وو. له دغې پیښې وروستو په افغانستان کې د امریکا پوځي او ولسي چارواکو داسې عکسونه اخیستل په سختو ټکو وغندل.

د امریکا د دفاع وزیر پانیټا دا هم وویل، دوی د داسې پیښو مخالفت کوي، خو دا دې هم مالومه وي ، چې دغلته جنګ روان دی، او زیاتوي جنګ د تشدده ډک وي ، او ډیر ترخه یادونه لري. او په داسې حالاتو کې ځوانان اکثره ډیر د ناپوهۍ کارونه هم وکړي.

په افغانستان کې داسې ډیرې پیښې رامنځ ته شوي ، چې له عمله یي په دغه هیواد د امریکا او نړیوالو د موجودګۍ خلاف کرکه زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرل جان ایلن وایي، دا چې د دښمن مړي او نور پاتي شوي څیزونه به څنګ حواله کوي، دوی په دې اړه ډیره سخته پالیسي لري، او چې څومره ممکن کیدای شي، باید د دښمن د مړيو سره انساني چلند وشي .
XS
SM
MD
LG