د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د کینسر درملنې یواځینی روغتون



فرخنده وزیر، مشال راډیو

پراګ -
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په پیښور کې د کینسر درملنې روغتون ارنم چې په خیبر پښتونخوا او قباییلي سیمو کې یوازینۍ داسې اسپتال دی، چې نه یوازې په دغو سیمو کې د کینسر د مریضانو علاج کوي ، بلکې د افغانستانه هم د خلکو د علاج ضرورتونه پوره کوي، خو د دغه روغتون کارکونکي بیا وایي، دوی هغه ټول سهولتونه نه لري ، چې د کینسر د کوم یو قسم علاج پکې په پوره توګه وشي ، او اکثره مریضان چې باید درملنه یي زر تر زره پیل شي، په دې انتظار وي چې وار یی راشي، او داسې اکثره د کینسر سټیج یي هم د کم نه زیات شي.

په دې اړه رپورټ دلته واورئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


پیښور چې درې لوی سرکاري اسپتالونه، لیډي ریډنګ، حیات اباد میډیکل کمپلیکس او خیبر ټيچنګ لري، چې د وړاندې نه پرې د مریضانو زیات بوج دی، په داسې حالاتو کې د ډیرو ناروغو چې پکې یو مهم کینسر هم دی، باید د علاج لپاره يي پوره پوره خیال او په وخت بندوبست وشي.

د پیښور ارنم روغتون په ۱۹۷۵م کال کې جوړ شوی وو، چې نه یوازې د کیسنر علاج کوي ، بلکې د مختلفو ناروغو د مالومولو لپاره ایکسرېز هم کوي.

د ارنم روغتون کارکونکي وایي، ډیر مریضان دومره پوهه او وس نه لري چې خپل علاج د ملک په نورو ښارونو کې وکړي، نو ځکه باید حکومت دې د ارنم روغتون د مسلو د حل په اړه له دوی سره مرسته وکړي .
XS
SM
MD
LG