د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د اوږد واټنه توغندي ازموینه کړې ده


پراګ - هندي چارواکي وايي، په بریا یې د اوږد واټن بیلیسټیک توغندي ازموینه کړې ده.

چارواکي وايي، دا توغندی د چین تر مرکز بیجینګ یا نورو چینايي ښارونو، اټومي وسله له ځانه سره د وړلو صلاحیت لري.

هندي وزیر اعظم ډاکتر منموهن سینګ د هیواد ساینسپوهانو ته مبارکي ویلې او د اګني پینځم په نوم د دې میزایل د بریالۍ ازموینې ستاینه یې کړې ده:

سینګ وايي، ((د اګني پینځم بریالۍ تجربه، د هند د ساینسي او تخنیکي ټولنې، د قامي مقاصدو له پاره د مهارت تر لاسه کولو او ژمنتیا ستاینه ده.))

د ازموینې مشر ایس پي داس وویل، تجربې ((خپلې ټولې موخې تر لاسه کړې دي)).

اګني پینځم په چین کې اهداف ویشتلی شي
اګني پینځم په چین کې اهداف ویشتلی شي
د هند دفاع وزیر اې کې اینتني دا ازموینه بې سوچه او کره بللې ده.

اګني پینځم توغندی نن سهار د هند په ختیځ کې، د اوړیسې له یوې جزیرې وداغل شو.

اګني پینځم د هند و چین تر منځ د زیاتېدونکۍ سیالۍ ښکارندوي کوي.

په نوي ډیلي کې د پالیسي ریسرچ په مرکز کې کار پوه سي راجا موهن وايي: ((چین تر دې مخکې لا ډېر پخوا اوږد واټنه توغندي لرل، هند داسې هیڅ توغندی نه درلود چې په چین کې د اهدافو د ویشتلو وړتیا ولري. اوس، له دې توغندي سره، هند به هم د دې وړ شي چې د چین شرقي بندر ته ورسېږي. په لومړي ځل هند، د چین په څېر مدافعوي وړتیا لري.))

هند وايي، د توغندیو پروګرام مقصد یې د باوري دفاعي نظام تعمیر دی. دا هیواد په رسمي توګه دا تګلاره لري چې پخپله به هیڅ کله په لومړي ځل د اټومي وسلو استعمال نه کوي.

د اګني پینځم له تجربې سره، هند د هغو هیوادونو په کتار کې راغی چې د له یوې لویې وچې تر بلې هغې د توغندیو ټیکنالوژي لري.

په دې هیوادونو کې مخکې، برتانیا، چین، فرانسه، روسیه او امریکا شامل ول.
XS
SM
MD
LG