د لاسرسي ځای

تازه خبر

څلور د پولیس او جېل چارواکي معطل کړل شوي دي


عمردراز وزیر،مشال راډیو

بنو ـ د خیبر پوښتونخوا حکومت د بنو زندان د برید وروستو څلور اعله د پولیسو او جیل چارواکي د خپلو څوکیو نه لري کړي دي.

په دی څلورو کسانو کی د بنو کمشنر، ډي ای جي ،ای جي جیل خانه جات او د بنو مرکزي زندان سپریټنډنټ شامل دي .


پرون د خیبر پوښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین په پیښور کې په یو خبري کنفرنس کې وویل، چې د دغه کسانو پرځای به نور نوي کسان اخیستل کیږي ، او د بنو د پیښې د پلټنو لپاره یی یوه کمیټي هم جوړه کړې ده، چې په پنځلسو ورځو کې به حکومت ته رپوټ وړاندي کوي.

د تیر خالي او اتوار په منځنۍ شپه د یونیم سلو نه تر دوو سوو پورې وسلوالو د بنو په جیل حمله وکړه او درې سوه او څلور اتیا قیدیان یي خوشې کړل، چې پکې هغه تن عدنان رشید هم شامل دی، چې په تیر پوځي ولسمشر پروېز مشرف د حملې په تور نیول شوی وو.

میا افتخار حسین خبریالانو ته دا هم وویل، ((دغه حمله په منظمه توګه پلان شوې وه، او له دغې لپاره ټولې لارې هم بندې کړل شوې وې، او موږ به پلټنې کوو چې په دغه برید کې د پولیس او جیل چارواکو لاس وو او که نه))

شهاب خان څوک چې په بنو جیل کې په ټیلیفون اطلاع ورکوي، وایي (( په دغه وخت دیرشت پولیس موجود وو، او ما د شپې د یوې نه تر دریو بجو پورې پنځلس ټیلیفونونه وکړ، خو چا هم څه ځواب رانکړ. تر دوو ساعتو پورې جګړه روانه وه))

د بنو جېل مخې ته پولیس ولاړ دي
د بنو جېل مخې ته پولیس ولاړ دي

میا افتخار زیاتوي په دغه قیدیانو کې شپږ شپیته په خپله خوښه واپس جیل ته ستانه شوي، یو شمیر د وسلوالو سره د تلو نه انکار کړی، او تر ووه پورې د کرک پولیسو نیولي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اکبر خان هوتي وایي ((د وسلوالو هدف د عدنان رشید خوشې کول وو، او دا هم ورته مالومه وه، چې دی په کوم ځای کې دې)) اکبر خان میډیا ته دا هم وییلي ، دوی پر دې حیرانه دي چې ولې پولیسو ځوابي کاروایي نده کړې .


میان افتخار حسین وايی چی پلټنی به په دی صورت کولی شی چی ولی د جیل عملی پخپله څه ګام نه دی پروته کړی او هغه مهال ټوله عمله موجوده وه او که نه.
XS
SM
MD
LG