نجیب عامر، مشال راډیو
پراګ - هند د جمعې پر ورځ (د اپرېل ۱۳مه) وویل چې د ( واهګې ) پر پوله د سوداګرۍ نوې پرانیستل شوې دروازه به له پاکستان سره د دوی د اړیکو په رغاولو کې ستره ونډه ولري.
مهم پړاو
د دواړو هیوادونو پر پوله د سوداګرۍ د نوې دروازې پرانیسته د هند او پاکستان د سوداګرۍ د وزیرانو انند شرما او مخدوم امین فهیم په لاس وشوه او په دې موقع د دواړو هیوادونو نور لوړ پوړي چارواکي هم موجود ول.
وروسته په نوي ډیلي کې دواړو یوې ګډې خبري غونډې ته په وینا کې د سوداګرۍ د لارې د اسلام اباد او نوي ډیلي د اړیکو ښه کېدو له پاره دا کار ګټور وبللو.
انند شرما وویل: (( موږ پریکړه کړېده چې پاکستان ته ددې خبرې اجازه ورکړو چې نېغ په نېغه په هند کې بهرنۍ پانګونه وکړي، چې زموږ او د دوی ترمنځ ښکېلتیا نوره زیاته شي. ))
په دې موقع د پاکستان د تجارت وزیر مخدوم امین فهیم وویل چې د هند او پاکستان پر پوله د سوداګرۍ د نوې دروازې پرانیسته یو مهم پړاو ( سنګ میل ) دی.
راپورونه وايي د دواړو خواوو چارواکو دا پریکړه هم کړې ده چې هندي او پاکستاني سوداګرو ته به د ویزو ورکولو پروسه اسانوي او ددواړو هیوادونو بانکونه به دیو بل په خاوره کې خپلې څانګې پرانیزي.
هند و پاکستان یو بل لپاره لوی بازارونه دي
د هند او پاکستان تر منځ دا مهال د کال په حساب د ۲،۷ اربه ډالرو تجارت کېږي، او د اقتصادي کارپوهانو په وینا، د نویو تجارتي لارو په پرانیستلو دا کچه نوره هم لوړېدای شي.
د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي په دې اړه وايي:
(( هندوستان د پاکستان او پاکستان د هندوستان لپاره یو لوی مارکیټ دی، ددواړو غاړو خلک او سوداګر دیو بل توکي غواړي، خو حکومتونه او په ځانګړي ډول پوځونه تل د دې مخالف پاتې شوي. ))
اکرام هوتي زیاته کړه، که د هند او پاکستان ترمنځ تجارتي اړیکي ښه شي، نو د دواړو هیوادونو تر منځ روایتي تربګني به هم کمه شي.
نوموړی همدارنګه وايي، د هند او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ وده د سیمې نورو هیوادونو او په ځانګړې ډول افغانستان ته هم په ګټه تمامیږي.
د ده په وینا، هند د سیمې د ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې لري، که د پاکستان او هند اړیکي ښه شول نو بویه چې د افغانستان په ګډون د نورو هغو سره به یې ښه شوي وي.
په ۱۹۴۷ کال کې د متحده هندوستان له تقسیم سره، دې هیوادونو، هند او پاکستان ترمنځ اړیکي تل خراب پاتې شوي او د دې باوجود چې د دواړو هیوادونو توکي د یو بل په خاوره کې مانګ لري خو د تجارتي اړیکو دښه والي لپاره تر دې وړاندې دا ډول ګامونه نه وو پورته شوي.