د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیاچین کې پوځیان او چاپېریال ته تاوان


په سیاچین کې ژغورنیز کار روان دی
په سیاچین کې ژغورنیز کار روان دی

ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

سرچینه: اژانس فرانس پریس (اې ایف پي)


اژانس فرانس پریس د بېلا بېلو کار پوهانو له خولې لیکي، د پاکستان و هند تر منځ د سیاچین شخړه نه یواځې ځاني تاوانونه اړوي، بلکې پر چاپېریال یا ماحول هم ډېر زیات اغېز لري.

د اپرېل په اوومه، د سیاچین په ګیاري پوځي کیمپ کې مېشت پوځیان د واورې د لوی ګټ لاندې ګېر شول. د دې پوځیانو د را ایستو له پاره کار روايي لا اوس هم روانه ده.

اباسین زهرجنېږي

خبري اژانس د چاپېریال پوهانو له خولې لیکي، د نړۍ په یوه بې مثاله سیمه کې د پوځیانو د موجودګۍ له کبله د واورې کمرونه په تېزۍ ویلي کېږي او دا بیا د اباسین په دریابي نظام کې زهري مواد ورګډوي.

خبري اژانس په اسلام اباد کې د یوې پرمختیايي څېړنیزې ادارې له کار پوه فیصل ندیم ګورچاني له خولې لیکي، په تېرو ۳۵ کالونو کې ۱۰ کیلومیټره پورې د واورې لویې ټوټې لنډې شوي شوي دي، ((او زیاتره د پوځیانو د موجودګۍ له کبله ویلي شوي.))

د پاکستان د موسمیاتو او د سیاچین د سیمې کار پوه ارشد عباسي له سیمې د خطرې خبرداری ورکړی دی چې د ده په وینا، په کومو ځایونو کې پوځیان مېشت نه دي، هلته ماحول ته زیان نه دی رسېدلی.

دی وايي، ((له ۱۹۸۴ز کال راهیسې تر ۳۰ فیصده پورې د واورې کمرونه ویلي شوي دي، او دا سلسله روانه ده.))

ګورچاني وايي: ((د واورې د لویو ګټانو د ویلي کېدو بنیادي وجوهات د پوځیانو هلته ځای پر ځای کول، روزنه، درنه وسله او د ودانیو جوړول دي.))

خبري اژانس لیکي، د پوځیانو له کیمپونو ضایع شوي مواد ماحول ته زیان رسوي او اوبه هم ناولې کوي.

د ژغورنې عملیات شپه او ورځ روان وي
د ژغورنې عملیات شپه او ورځ روان وي
د نړي تر ټولو لوی او لوړ ډېران

اې ایف پي د امریکا د چاپېریال پوهنې ادارې سټینډفورډ کار پوه نیل کیمکار له خولې لیکي: ((د هیندي پوځي چارواکو په وینا سیاچین د نړۍ تر ټولو لوی او تر ټولو لوړ ډېران دی.))

کیمکار خبرداری ورکړی چې د جنګ له کبله ځنګلي ځناور، چې د واورې پړانګان، نسواري اېږې، او ځنګلي بزې یا چېلۍ په کې شاملې دي، نسلونه یې له خطر سره مخامخ دي.

خبري اژانس د پاکستان د یوه رېټایرډ پوځي کرنل شېر خان په حواله وايي، په سیاچین کې یې اته کاله تېر کړي دي او یو ډز یې هم نه دی کړی خو پر دې سر بېره هم په لسګونه پوځیان وژل شوي دي.

اژانس فرانس پریس زیاتوي، په ساچین کې په تېرو ۳۰ کالونو کې ۸۰۰۰ سر تېري د سختې یخنۍ او نورو ناروغیو له کبله وژل شوي.

د رپورټونو تر مخې پاکستان هر کال ۶۰ میلیونه ډالره، او هیند ۲۰۰ میلیونه ډالره په سیاچین کې لګوي.
XS
SM
MD
LG