د لاسرسي ځای

تازه خبر

خضدار: 'ښځې دې پرته له محرمه له کوره بهر نه ووځي'



نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه -
د پاکستان د بلوچستان په خضدار کې (لشکر مجاهدین) نومي ډلې ښځو ته ګواښ کړی چې له محرمه پرته دې بازار ته نه ووځي ګني پر ضد به یې سخت ګامونه واخلي.

د خضدار د خبریالانو مرکز یوه مشر ریاض مېنګل په دې اړه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل: ((خضدار پریس کلب ته پرون (د اپرېل ۱۱مه) نا څرګنده کسانو یو کاغذ یا پمفلېټ غورځولی. په هغه کې نظر محمد نومي کس، چې ځان د لښکر مجاهدین نومي تنظیم ویاند ښيي، ویلي چې ښځې دې له کورونو بهر نه را ووځي؛ او په خاصه توګه یوه ښځه دې هم له محرمه پرته بازارونو ته نه راځي.))

ریاض مېنګل وايي، په دې کاغذ کې راغلي: ((که ښځو د دوی پر دې خبرتیا عمل و نه کړ نو دوی به یې په نښه کړي.))

هلته بیا په بلوچستان کې د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکې ادارې (عورت فاونډېشن) مشر داود درانی بیا وايي، د ښځو پر ضد شوي هر ګام مخه به ښځو ته په قانوني مرستې ورکولو ونیسي.

نوموړی زیاتوي، دا د حکومت هم ذمه واري ده چې هغوی په دې ترځ کې کوټلي ګامونه واخلي او د ښځو لپاره حالات برابر کړي.

په خضدار کې د پولیسو مشر، مبارک شاه وايي، دوی ته لا هم کیسه سمه نه ده مالومه؛ او دا چې دوی د وضعې پر څارلو بوخت دي: ((خو بیا هم موږ هر ضروري ګام اخیستو ته حاضر یو.))

دی وايي: ((دلته دا درک خو هم نشته چې دا خلک څوک دي او د دوی چېرې موجود دي؟ خو بیا هم که څوک موږ ته درخواست راوړي، یا څوک په دې اړه څه خبرتیا راکړي نو موږ حاضر یو، او هر ګام به اخلو.))

یاده دې وي، په خضدار پریس کلب کې د ۲۰۱۱ز کال د ډیسمبر په میاشت کې هم دې ته ورته یو کاغذ غورځول شوی وو، او ښځو ته په کې ګواښ شوی وو چې له محرمه پرته دې بازار ته نه راووځي.
XS
SM
MD
LG